News of the day

د اروپا تاریخي پرېکړه د افغان مېرمنو د کډوالۍ په هکله

د اروپا تاریخي پرېکړه د افغان مېرمنو د کډوالۍ په هکله د اروپا محکمې د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۴مه نېټه چې د جمعې ورځې سره سمون خوري، پرېکړه وکړه چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو دننه د افغان ښځو د کډوالۍ اسناد ورکول ومنل شي. دا پرېکړه د افغان مېرمنو په حق کې ځکه وشوه چې مېرمنې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ځپل کیږي او خپل حقوق یې تر پښو لاندې شوي دي. په دې پرېکړه کې راغلي دي چې افغان مېرمنې نور د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې نور اړتیا نلري چې ورته تهدیدونه په ثبوت ورسوي بلکې د هغوی افغان تابعیت د دغه ثبوت لپاره کافي دی چې دوی د بیرته ستنېدو په صورت کې تر ګواښ لاندې دي. دا پرېکړه هغه وخت وشوه چې د اتریش هېواد چارواکو د دوو افغان ښځو له کېس منلو او یا د کډوالۍ په رسمیت له پېژندلو یې ډډه وکړه او دغو دوو مېرمنو د دغه هېواد په لویه محکمه کې دغه پرېکړه وننګوله او دغه بنسټ هم دا دوسیه د اروپا تر ټولو لوړ قضايي بنسټ یعنې د اروپا لویې محکمې ته وړاندې کړه. د اروپا لویې محکمې پرېکړه وکړه چې د طالبانو توپیري چلندونه د مېرمنو په وړاندې ځورونه او ربړونه حسابیږي او په همدې دلیل د افغان مېرمنو د کډوالۍ رسميت پېژندنه توجیه کوي. په تاریخ کې اول ځل دی چې د یو هېواد تابعیت د هغه هېواد د ښځو د ځورونې لپاره ثبوت ګرځي او د کډوالۍ رسمي اسنادو ورکولو ته دلیل ګرځي. له دې پخوا هم د هالنډ هېواد هاګ نړیوالې محکمې ته افغان مېرمنو د طالبانو خلاف قضیه وړې ده چې تر اوسه یې پرېکړه معلومه نده.