

اشرف خان هجري
د مردانو بډایي علم و هنر دی
ارایش د ګلرخانو په زیور دی
د هنر پېشه زیور د زیرکانو
هر چې فخر په دولت کاندي بقر دی
په اقبال د دهر ځای د غرور نشته
د بقا زوال یې زر لکه دیګر دی
په هغه یار فرزانه کله نازیږي
چې یې نن په غېږ کې یو صبا دیګر دی
دا افسر چې د اورنګ په کله وینې
و دوویته ځینې داغ دل د اکبر دی
مهین یار تر علم نشته په دنیا کې
په دوه داره مدعا لره رهبر دی
که عالم په عمل جوړ ملک یې بوله
بلکېلا تر فرشتو نه نیکوتر دی
بې عمله عالم څه دی خبر نه یې
ډېر کتابه یې په شا بېهوده خر دی
دانايي حکمت نصیب د سرو مغلو
پښتانه ته جهل خوږ لکه شکر دی
هر صفت چې خالق ایښی په بنده کړ
تر همه و ګویايي والا ګوهر دی
هیڅ تمیز به یې ونشي له حیوانه
خو په ژبه ال ممتاز د بوالبشر دی
ګوایي اګر چه کسب د انسان ده
ولې هر چې سخنور هغه بهتر دی
که سبب یې ګوایي د زبان نه ده
سکه په څه بلبل په طیرو کې سرور دی
نه بې علمه زاهد رسي تر کماله
نه بې علمه شعر چا ته میسر دی
هر چې لاف د شعر کا علم یې نه وي
مسخر په ږیره کاندي ګیدي خر دی
که شاعر په پوهه سم وي له عالمه
نوم یې څه لره چا ایښی سخنور دی
پښتون ذات چې رب پیدا که له ازله
دود د علم د هنر پکې کمتر دی
که همه قوم یې پره کړي سر له سره
دا حکمت په څو مکانه مقرر دی
اولاً به د استاذ له حاله وایم
چې یې شعر جهانګیر لکه د لمر دی
په بښتو ژبه چې شعر چا بیان کړ
د همه و نظم ستوری دی قمر دی
څه خوبي د هغه لمر وایي مهجوره
چې یې نام دهر نیولی سر په سر دی
اوس یې وایه حقیقت د شاګردانو
چې هر یو له دې هنره بهره ور دی
قادرخان که بحر بولم دروغ نه دي
چې یې فکر د اصلي دُرو مصدر دی
د سکندر شعر له څه سره مخی کړم
طبیعت یې ډېر ت دُرو منور دی
د اشعال ملک یې همه په ژبه خپل کړ
په سریر د نظم شاه بل سکندر دی
صدرخان عجب ګوهر سخن شناس دی
رحمان لا په دا هنر د تُورو غر دی
پس له دې به کیفیت د نور وایم
چې د چا شعر شمشیر د چا خنجر دی
شاعران د پښتنو ګویا څهره دي
د مرزا شعر شمله بلکېافسر دی
تکلف په دا کې نشته باور وکړه
په دا فن یې کَرو وړی له یو هر دی
نن په دا دور که ښه شاعران غواړې
که دوه درې تنه دې ګر یو قلندر دی
خوږ زبان یې په زمان شکرې لوه نی
هغه واف چې مستقر یې پېښور دی
د رحمن په ویل ځای د لقب نشته
چې یې ما شعر منظور کړه معتبر دی
ارزاني دولت د خپل دور بلبل و
نن یې وللی زمانې د شعر فر دی
د واصل له شعر څه وایم و چا ته
چې زما په مخ یې پورې د حال در دی
نور قابل د یادو نه دي په دا ذیل
نه یې شعر سنجیده نه د باور دی
ټول یې وسپاره په ما سریر د نظم
هغه لمر چې نن د خاورو په بستر دی
نن حریف د جواب نه وینم په دور
نه مې یو له مړو په شعر برابر دی
په ویل یې د بطلان مطنه مه کړه
دروغ نه وایم بېشکه خدای خبر دی
زه محتاج د شاهد نه یم په دا قول
په راستۍ مې د اغرا شعر محضر دی
که څوک خیال د جدل کا زما له نظمه
دغه ګوی دغه میدان دغه احثر دی
زیبا شعر هسې زړه د هجري یوړ
لکه زړه د سفله وړی سیم و زر دی