...

اشرف خان هجري

منقلب د حال که نه لاس د قضا دی

سکه احوال ولې په عکس د رضا دی

چې کشان کشان سړی څکوي بې وسه

دا به څوک وي کشنده مهار د چا دی

هوس زر نقش نګار کولی نه وي

یو مهم په هغه شان چې رایې زما دی

د قضا سواره به ټک وهي بې فکره

عقل دم ورته ولاړ وار یې خطار دی

سر یې چا ته معلوم نه له نهایته

نه یې چا ته حال روشن د ابتدا دی

ما به شپه د هجر تېره په ژړا کړه

که مې زده وي په رقت قدر اشنا دی

د قضا وعده به وړاندې وروستو نشي

په دا باب مې د قران قول ګواه دی

لب د جونو چرا دم بویه عاقله

په هر کار یې وسیله صبر بجا دی

نیرنګي یې نو په نو لعب پیدا کا

څو دایر په دا خاکي زمکه سما دی

ابلهان یې له ګردشه اسوده دي

د عاقل همېشه برخه تر ضرا دی

په مسلک د خیبر یون کا له کورانو

د کینې بیلک یې تللی په دانا دی

ما سپهر ته ویل کهنه ایوانه!

مخ د زمکې نیک و تا ته هویدا دی

سخنور د زمان څوک دی په دا دور

چې سهیم یې د اشعار په دهر لا دی

بضاعت یې د عیش غم ورځینې لوټ کړ

نن یې صبر بچاوڼه همت روا دی

نکبتي قفص یې ځای دور له وطنه

هم خاکي قفس یې جاله د عنا دی

د ذلت په خاورو پروت زما له دوره

په سریر د نظم ناست لکه پاچا دی

وطني د روهستان پټان باله شي

خضروش خټک یې اب هم یې اُستا دی

په دا دور امیر دی د سخندانو

د خبرو ګوی یې وړی له مرزا دی

بلکې سل سوګنده خورم په دا خبره

د مرزا کتاب یې بیه د ونیا دی

د بنده پایه یې ما و ته علن کړه

د استاد قدر یې څو عدل په دا دی

وې مې ته یې شهنشاه بولې د نظم

بد سلوک چې له ده کړ کله روا دی

وې مې مه کړه د اومو غوندې حرفونه

ناصلا ذکر له تا کله رجا دی

د قدرت په ایما تند لکه څرخه یم

نه مې لاس په وفا شته نه په جفا دی

لمن ټینګه د شکیب کړه په ورغویو

یو په زره ګنج د رنج په سر عطا دی

دا وینا په تجربه ده مشهوره

چې اغزي د زمان وصل له خرما دی

ناقصان د شعر وبوله مطربه

د دې رنج یې د هجري شعر دوا دی