

اشرف خان هجري
چې لیدلی یې په سترګو زما یار دی
که و ګل ته نظر کاندي ګنهګار دی
چې خجل یې د زینت له نقشه نه دی
ولې چاکه جامه تل ګلِ هزار دی
ما و عقل ته ویل عالي ګوهره
نن د چا حسن غیرت د نوبهار دی
په سوګند یې راته وې چې په دا دور
د چمن تر ګلوبې مخ د نامدار دی
نرګس شنه همسا په کف په ځیره ګوري
پس تر تا یې و کتو ته انتظار دی
ننداره یې د مخ کاڼي دلبرانو
د ښه مخ په وقت یې څه د ګل وقار دی
کیفیت د وطن رانغی لارغه شه
مضطرب مې ځکه قلب پاره وار دی
حقه باز فلک جوړه مهر په خوله کړ
په پله د کومې ما ته په اظهار دی
نهایت به یوه وباسي له فمه
که مې عیش پرې ثابت که اضطرار دی
هجر څه غیبي افت دی مخ یې ورک شه
نه یې زهر د حیه نه سوز د نار دی
روح مې تل څرنې کا د غوږ په در کې
عقل کل یې ګمارلی په اخبار دی
هر زمان تازه کاروان یې د خبرونو
د بدن مدن ته ځي اُذن یې لار دی
مشتاق روح ځکه د غوږ په غرفه ګوري
چې د یار د زیري تل په غوږ ګذار دی
ډېر تپاک به زما څه وکه نادانه
د هغه مهر د مل چې ځير مکار دی
لوی هلک مې امانت په رب سپارلی
که هر سو د فلک درو ناهنجار دی
زه دعا په همت کړم فلک امین کړه
تکیه بان مې هغه رب شه چې غفار دی
هجري کار په قضا وسپاره ډاډه شه
تل د عمر باغ خزان کله ګلذار دی