

اشرف خان هجري
زړه مې ځکه همېشه په ژړا سر دی
د یار یاد یې لکه غر ایښي په سر دی
سترګې کله اشنايي کاندي له خوبه
څو مې هجر په ځیګر ایښي نشتر دی
خو به وینې مطر کاندې له سرویو
په نشتر چې مشبک د چا ځیګر دی
پرورش یې د جیګر په وینو نکیږي
هغه تخم دَ وِداد چې په زړه کر دی
ما به هم بې غمه خوب کا وه بې یاره
څه کړم عشق سبق راکړی پسې مر دی
په بې دردو اثر نه که حیراني ده
له خروشه مې په جوش دیوار و در دی
دیرینه قیصه بیان کړه اې مطربه
اوس په غم الوده عمر شور و شر دی
ماجرا د تیر مجلس په سرود وایه
نن یې پنجه ده قوي عیش ابتر دی
دم په دم مدحه کوه د روه له یاره
چې مذکور یې ګواره لا تر شکر دی
پر وبال یې د ماضي ذکر صفا کړه
هر باڼه مې د فراق په وینو تر دی
دیروزه لذت به کله نن پیدا شي
په دا باب حدیث ګواه د پېغمبر دی
د نشاط زمن زمن کله پیدا کا
مګر دوه مئین چې ورسي اختر دی
خاصیت یې ما له هجره منکشف کړ
خلق وایي په هغه جهان سقر دی
یو نقطه د سفر دوه دي و دانا ته
زه په سل غمه اخته یو یې سفر دی
سال ومه د عمر واړه په شماره دي
د سړي غفلت له مرګه بې خبر دی
محبت مې تل څکوي د یار په لوري
مرګ په ما پسې کوشش که غصنفر دی
ګوره وار د موت جوړ شي له اوله
که اول مې په نصیب مخ د دلبر دی
قصیده مې د باور په غوږو واوره
په معنو یې که خبر شې ټول هنر دی
په سوزن د وصال پر د خټک جوړ کړه
د فرقت په ګزه یې مات د عیش پر دی