

اشرف خان هجري
چې قدرته همېشه دې حضر سپر کړې
په خام سپر دې حضر دفع د قدر کړې
لا طائیل جدل کوې په غرونو خېژې
ټک و دو دې بېهوده ایذا د سر کړې
اسماني بازي به نکړې منقلبه
که له غمه تن تنور نفس شرر کړې
نه علاج دې قضا شي په زیارتونو
نه به پورې په دعوت د رخنې درکړې
په هیڅ رنګ به د قدر پنجه تاو نشي
هغه به چې نن قضا ته کور و کر کړې
په هر لوري زغلوې قرار یې نشي
د حرص نسیم ته زړه لکه وزر کړې
رزق له تا سره رفیق ته پسې ګرځې
د امید تر قدم لاندې بحر و بر کړې
د قیامت مدار نسیه ګڼې جاهله!
په ګناه ځکه جرأت یوم البتر کړې
په خالي پندار ملک د زمانې یې
د حرص په عمل وُرستو ګاوخر کړې
د عمل نامه دې توره په ګناه شوه
د ندم په اب به کله باڼه تر کړې
شیرین عمر دې باد تېر شه په هوا کې
کومه ورځ به نهایت و ته نظر کړې
هر نفس دې د حیات له جیبه خیژي
ته جاهل لکه غنم بې غمه څء کړې
ذمیمه اوصاف تېرې وینم په تا کې
له غفلته ناحق خبث د بقر کړې
روبرو دې لار باریکه تر وېښته ده
په دا حال به څرنګ تېر د جرم غر کړې
برهنه په دنیا راغلې لُچ به درومې
بې حاصله نن به بر جامه د زر کړې
بد له بدو زرغونه نیک له نیکو
نهایت به هغه ورسي چې کر کړې
دنیا کشت د اختر توښه طلب کړه
ګڼه تش به ځینې وځې چې سفر کړې
د ثبات په لار به هله قدم کېږدې
که په تېغ د صبر اس دې ازعقر کړې
د ایمان دولت به تېر نکړې له غوله
مګر سم ورپسې ځې نوی رهبر کړې
په نعیم به د جنت هاله فایز شې
چې توندی قدم په لار د پېغمبر کړې
د هستۍ بنیاد یې ایښی په زوال دی
هجري غم ښادۍ په څه د باد په څر کړې