

اشرف خان هجري
زاڼې ته چې په هوا نری چغار کړې
په سینه مې د فرقت غشی ګوزار کړې
اشتیاق د هیوادي اشنا غالب شي
په خاطر مې لا ثقیل د هجر بار کړې
هغه غم د یار چې تل له ما سره دی
ګړندی یې و چیچل ته لکه مار کړې
فراغت کاندي هغه چې په زړه روغ دي
د هجرت غمونه ما و ته دوڅار کړې
که ناله کوم له خوږو کله ګرم یم
په هر ژغ مې شخوده د زړه پرهار کړې
تل په نیمو شپو ژړا د رنځورانو
که الوزي په سما د خوږو کار کړي
له اوازه دې معلوم بې غمه نه یې
خبر نه یم چې د چا له جوره زار کړې
په زبان دې اشنا نه هومره پوهېږم
چې خالي درده نه یې اضطرار کړې
یا نادمه په راتلو یې وطن ژاړي
یا و ما ته جوابونه دې نامدار کړې
لا مې ژاړي په احوال دې حال په ژبه
یا جدا یې له دلبره غم د یار کړې
د فریاد رقت د زړه کره مېلمه شي
ګویا خوږو ته د هجر قصه شمار کړې
چې شیرین وطن ته شا کړې دکن ګورې
د مهجور په خطه پاسه خپله لار کړې
محتاجي یې کله ده پل په سیندونو
لکه باد سیر په څوکه د کوهسار کړې
هومره هسکه په هوا ځې له میدانه
په رښتیا تر نظر لاندې ګل و خار کړې
لا شوړه، غربین، توت کې دې ائینه و
که په حال مې دې خسته و خبردار کړې
ما په ناز ساتلی چیرې څه یې حال دی؟
ترصد که مې خبر په دا اسرار کړې
د مردۍ مخ یې په خاورو الوده شه
چا ویل د ورنګو کډې په کنار کړې
هیڅ ګفتار یې په کردار موافق نه شه
په دروغ یې واړه لافې د کردار کړې
نن په توره راته ناست بریتونه مږي
چې یې تل د محبت قیصې په جار کړې
ننګه ته په مزکه کله وې له اصله
که د نن بې ننګو ولې تار په تار کړې؟
ناهموار غرونه که ډک له خار و خسه
ربه هر چیرې افضل پرې ته ګلذار کړې
ملګري ورسره چا ترسره نکړه
ربنا غیبي لښکر یې ته انصار کړې
دوباره به پیره بیا کوې په دشتو
چې د ژمي وار قضا په هندوبار کړې
تن په تن مې سلام وایه په یارانو
چې د روه په خطه ور یې شې ګذار کړې