

اشرف خان هجري
په هر لور دې د هوس زین کړی ګُرنګ دی
د لغت میدان یې نشته عمر تنګ دی
ډېر د خنګ د امل تند په دا مزل که
د مسلک پسر یې مرګ شه لوی تنګ دی
ته ومه فکرونه کړې بې غمه څرې
مرګ په څو درته ولاړ لکه پلنګ دی
په دا لار به څرنګ تېر د امل رخت کړې
د حیات کیسه لوټي موتِ شنګ دی
ذمیمه حرص ماڼۍ زړه دې تخته شه
په منقار یې د قلم لکه ارتنګ دی
یو زمان ښار ته شا هدیره ګوره
ملوکان یې نواله قبر نهګ دی
بس ګویا زلمی به ووینې دم شوی
دا خاکي قفس کهنه تن یې نهنګ دی
رنګینه جونه پرتې دي په لحد کې
تورې زلفې یې ورستې بدن یې زنګ دی
تل یې حسن طراوت بښه و ګل ته
نن یې مخ د حبشي خاورو په رنګ دی
دماغي ناوې د حال په ژبه وايي
د مئین هیکل مې نن د چا ترڅنګ دی
صنوبر چې یې له قده خجالت کړ
هغه قد یې حلقه شوی لکه چنګ دی
هغه شاه چې یې سمند وه د اطلسو
په بستر د خاک ویده سجره هنګ دی
چې په ځان یې مچ کتی نشو له کبره
د هر چا یې نن په سر باندې شلنګ دی
ترو مهری که بندیوان د لحد نه دی
په راتله یې ولې کړی هسې درنګ دی
زلمي جونه یې غوټه کړه تر ابده
نس د ګور که مختصر بس یې ترنګ دی
زیرکان به څه هوس په دا چمن کا
مرګ پکې لینده ولاړ پټه خدنګ دی
فریدون چې هسې ناز په خزانو کړ
له حشمته خالي لاړ خاک یې په څنګ دی
په بقا به د دولت هغه نازیږي
چې یې څښلی غفلتي بوټي د بنګ دی
و دانا ته مال جیفه قدر یې نشته
ابلهان لکه سګان په هډ یې جنګ دی
چې جامه یې د ایرو جریده ګرځي
که په دور سره یار غواړي ملنګ دی
مال و ملک یې د دنیا همه تر شا کړ
په یوه دونهه غره لا تر اورنګ دی
نه مشتاق د مهترۍ نه د بزرګۍ شه
نه یې پروت په کپرۍ د چا قلنګ دی
نه هوس د یارۍ کا نه وصال غواړي
نه یې څښلی د فرقت په جام شرنګ دی
شازلمي په ارمان لاړه له جهانه
په عالم یې نشان پاتې نام و ننګ دی
هجري زړه د وفا بد شه له ښارونو
په هغو څوکه باغي ګرځي چې رنګ دی