...

اشرف خان هجري

نهایت دې کور په کور خاورې خورې شوې

هغه خولې چې د فنا شکر خورې شوې

کوم پسر میندو جدا که له رحمه

چې یې نه په سینه خاورې انبارې شوې

په هر غولي چې وه وې وشي د سندرو

لازمي یې په انګڼ د غم سورې شوې

د ویر ژغ به یې صبا مخونه تور کا

که دې نن په ښادۍ ګواهې نغارې شوې

که دایم په دروغ ووې دې ښادي نکه

خولې یې ولي بژه د دهر په درې شوې

ته په لږ عمر غرور کړې بوالهوسه

لکه مچ قبله د نس یار د سُفر شوې

ګمان مه کړه چې به ته همیشه پایې

چې تر تا لویې کلې زرې زرې شوې

د حیات خلوت یې پس په ازل جوړ که

اول تورې د اجل ورته تېرې شوې

ما په دا سترګو کږې په ځير لیدلې

پسمايي پیوسته بادې طرې شوې

چې صرصر د حادثې ورباندې راغی

زردکه طرۍ پاتې هم څهرې شوې

برهنه یې ملوکان له تخته بوته

پستنه یې طبیلې فیل ودیرې شوې

د فرقت بار یې ثقیل شه په ماڼیو

په ژړا ژړا نسکورې په ایرې شوې

نه یې مهر په اوربل د جونو وشه

نه مهرۍ ورځينې پاتې د اګرې شوې

که د ړیو وفا نه وکړه له ناویو

له شاهانو هم جدا ټګې سیرې شوې

له هیچا یې یاري نکړه تر کماله

که نصیب د یو دعا د بل ښیرې شوې

هغه مست زلمي چې زیب د ودانۍ وو

په صحرا یې د خاکونو هدیرې شوې

سل داغونه په ځيګر له کوره لاړه

په خلوت یې د ګوزنګ سپینې چهرې شوې

ناویو زمکو چې دا غم مشاهده که

د زیور اثر یې لرې که میرې شوې

ګذشته مهریې موند په طلب نشي

په ژړا مې دواړه چشم فوارې شوې

نن به کله مینه ستا پریږدي ودانه

چې په دور یې ماضي خونې سپیرې شوې

هغه لویې د جهان چیرته براتي شول

چې دلې یې نخش پاتې منارې شوې

صندل ونط یې غوڅې په تېشه کړې

له بنیاده ډېرې سروې په ارې شوې

څو طرې د چمن زویو په سر کېښوې

په سیلۍ د مهرګان همه خورې شوې

په ازل د برخو وېش رسد یې نن دی

په حصه د چا مسجد د چا دیورې شوې

د دنیا چارې نادان ته ښایسته دي

و دانا ته یا قصې یا مسخرې شوې

هجري حلق یې د عالم په چوله پرېکړ

د هجران کله په چا پڅې دهرې شوې