

اشرف خان هجري
د فرقت په لوګي تور ځکه بلبل وي
چې ګل ږ د چمن یار په سفر تل وي
یو نفس یې په دیدن باندې ښادي کا
په ناوک د هجران تل زخمي د ګل وي
لا یې ځار عندلیب نه وي تر عذارو
بیا په بل طرف روان لکه سایل وي
که بلبل جدا له ګله شواخون کا
له الم یې طیور همه غافل وي
روغ بشر په حال خبر نوی د خوږو
له غریقه څه خبر چې په ساحل وي
تراوت د سنبل مه غواړه له نورو
که په رنګ بله ګیا لکه سنبل وي
هر عاشق به قیس نشي باور وکړه
نه هر تن چې په ایرو جوګي راول وي
نه به کاڼی همه زوی د خورشید شي
نه به هر شاعر بنده غوندې کامل وي
هر زیبا شر چې وینې په دنیا کې
په ارمان له دهر ځي نوبت د بل وي
نهایت یې بستر خاورې د لحد شي
نو عروسه د ختن که د روه جل وي
نه به ناوې تل دماغ که په دړیو
نه به دور تل د زلفو د اوربل وي
دنا وي دولت مثال بهاري ګل دی
تېرېدل یې تر صبا ځکه عاجل وي
د اقبال جفا له ګلو مسا وي ده
چې امید یې د وفا کاندي جاهل وي
د قبا بود یې لږ وي تر حبابه
که عدد د عمر ډېر تر کاله سل وي
هر منعم چې سفر کا له دې جهانه
تر فیر یې بس داغونه په ګوګل وي
هوښیار ځکه هوس نه کاوه اقبال ته
چې مهلت یې لا بقا د کوټ تر ظل وي
فراغت په جهان کوم وصل د یار دی
بې وصاله عمر څه همه مشکل وي
د حیات میوه دیدن د هغو جونو
چې عنبر یې بنده کړی د کاکل وي
غمزده هجري مئین په هسې سترګو
چې مستي یې د کتو ډېره تر مل وي