...

اشرف خان هجري

تورې سترګې دې نهیب کا ښېوه ګرې

ښایسته ډېره غره یې جفاګرې

په یوه نظر یې زړه له ما نه یوړ

دواړه چشم دې جادو که مقامرې

د وفا وعده دې نه وینم جافي یې

نورې مه غواړه په ما لوړې ژورې

عاشقان د حسن چا لیده بې غمه

دایم غواړي د ذلت لوي کمرې

ستا د لبو خواږه څه سره مخي کړم

ورته هیڅ شیرین عسل ترې شکرې

باد به کوه لکه غبار له سما دور که

ماه و لمر دې په دا ستوري لښکرې

تبسم دې توره شپه روښانه ورځ کا

په لعلونو که ښکاره کړې مرغلرې

چې نسیم دې په شمیم زنده ریاض کا

څه عجب که مړ ژوندی کړې په خبرې

د سِپر متوتي دې ښوري اشارت کا

خپسر مه سیزه په اور مئینه لرې

محبت زما دی پير زه یې شاګرد یم

مواعظ دې قیصې نه کا سره ورې

که له یاره سره دست و ګریبان دی

د روهي په زړه به نکړي غم یې پرې

تبسم دې توره شپه روښانه ورځ کا

په لعلونو که ښکاره کړې مرغلرې

زړه چې تل په کښلي مخ پۍې بلا کړي

په صورت مې همېشه ولې جفا کړي

محبت لکه چمن ته یې بلبل شوې

تن له اوره ډک په دا سود و سودا کړې

سم اندوهه پياله زه نوشم له هجره

د یارۍ په دوکان ته شور و غوغا کړې

نصیحت د ناصح نه اروې سرکشه

په محسنو پسې ځې خپله رضا کړې

جواسیس مې د سر سترګې خبر ورکا

په ښه رخ پسې څو څو غمه برپا کړې

د صنم ستم په غم کې خوشحالي شي

په دعا یې به یرا نرۍ ستا کړې

له بتانو که هزار جورونه وینې

ته یې لا په طلب ګرم شې وفا کړې

که مذکور د بهشتونو درته کیږي

چې د کښلیو ذکر نه وي ورته شا کړې

ګهې جام د زهرو ګوټ کړې له فرقته

د وصال په طمعه وخاندې رجا کړې

شکایت په ناحق تل کړم له هجرانه

ناصلا چارې له تاحه یې په ما کړې

د روهي خاطره سخت یې تر فولاده

چې مدام د یار له غم سره وغا کړې

تبسم دې توره شپه روښانه ورځ کا

په لعلونو که ښکاره کړې مرغلرې

چې دې عشق ایښی زما په زړه بنیاد دی

همېشه درته حاضر که په هېواد دی

په سر تا مات که د قصده نوی پیری

په قاضي رقیب له ما کړی فریاد دی

په ججاب کې د قدرت د نورو نشته

چې دې ستر ماتوي د صبا باد دی

مرصع سیس پهول دې ایښی په تندي دی

بل افسر یې خجل کړی د قباد دی

په رخسار دې څړګه کجه د طرې ده

یا ختلی په کاغذ د کاتب صاد دی

د سپین مخ په خوی دې وصله جاریه ده

که هندو د شیر طلب کا نن سراد دی

درخ قدر دې سلیمان تو دې خطونه

یا میږی په خدمت صف چې یې معتاد دی

ماتو زلفو دې د لمر ګلونه وکړه

په هنر دې و زینت ورکړی داد دی

د ټیکې مچلۍ دې ښوري بې خبر یم

ذکرِ خیر یې د ښکلي مخ اوراد دی

هلالونه یې محراب خال دې زاهد شه

شنه قبا سجده لولي په دعا دی

کله کله په باغ ورشي چمن زر کړي

رنګ د ګل و ته زر وبښي جواد دی

په ناوک د بڼو زړه د روهي ولې

د ستم سبق دې لوستی له استاد دی

تبسم دې توره شپه روښانه ورځ کا

په لعلونو که ښکاره کړې مرغلرې

په هر زړه کې چې کمال د محبت وي

همېشه ورسره مل رشک و غیرت وي

چې نظر په نورو کړی خوبه هلاک شم

تر دا بل کله مئین ورته زحمت وي

وي دې تل مې په تل مګر زه رسوا شوی

سکه زما د بل جهان و ته رخصت وي

تا وې دل مې له تا مل دی خو به درشم

که حاصل مې له رقیبه لږ فرصت وي

په دا وې د مباهي کړم مرګ دموه

تر هغه دله موتا زما مهلت وي

په هر خم یې د لاله بياله لیده شي

چې دې څڼې په رخسارو کت په کت وي

ته قدم په ریاض ږدې ګل دې ثنا که

تن په تن لکه قاریان په حرکت وي

یک لنګه به لکه ناز عمر قضا که

هر دلبر چې دې له قده په جرأت وي

ته چې یون له کبره کړې په شین شین

غزال ګډ په ډېره خټه د حیرت وي

که طوطا دې بیان واوري په غوږونو

په زبان به یې بند ایښی د لکنت وي

تورو چشمو د نرګس یرقاني که

زرغونه عصا پکف زیړ یې صورت وي

د لیدو خواهش دې ډير لرې تر حده

په ورو ورو به طلب کا که یې قوت وي

د صر رنځونه څه د ځان دوري ده

د جنت هوا یې څه د یار خلوت وي

بل عذاب په دور نه وینم یارانو

مګر دوه مین ولاړ چې په رحلت وي

له غوغا دې ادب کا چې په زړه روغ وي

د سربازو همېش برخه ملامت وي

که خسرو په تاج و تخت لري نازونه

لږ الم د عشق شیدا لره دولت وي

چې د عشق په کوڅه یون کا بې ریبته

قیس وار به دایمي یار د محنت وي

په یو دم به یې قالب همه ذهب شي

چې نازل یې په خاطر د عشق شوکت وي

تر عقیقو جواب سخت دی د دې شعر

شاعران دې جدل کا که یې قدرت وي

تل به تش له تنه روح په دکن ګرځي

چې هجري غوندې بې یار په ولایت وي