...

اشرف خان هجري

یار هر ګوره له ما لرې په هوا دی

فوایح یې راکوي قاصد مې باد دی

هیڅ تعلیم یې د وفا اخیستی نه دی

د جفا سبق ورکړی خپل استاذ دی

خوني سترګې یې دي برندې له مستۍ نه

په نظر کې عاشقان وژني جلاد دی

په ټګۍ مې یې زړه یوړ اوس مې سر وړي

چې دی مست مې ورکاوه دا لوی هداد دی

ولجه مال له ترکه چا ګټلی نه دی

د باغي نه و قاضي ته څه فریاد دی

مئین کله د معشوق له زجره تښتي

تل شیدا و ته د یار جور سواد دی

په خاطر مې لمبه بله د ښه مخ ده

هیزم کش مې محبت چې یې معتاد دی

چې تیر د نصیحت یې باندې مات شي

د عاشق د مینې څه شدید بنیاد دی

چا ویل چې په دشنام یې خټک یاد که

تر رحمت یې په دا زیري خاطر شاد دی

د مئین له زلفو بوی راوړی باد دی

څو منت یې په ما ایښی تل مې یاد دی

ظاهري تنه مې روغه زړه مې لوټ که

د مخفي رنځه طبیب ته څه فریاد دی

شب و روز یې خالي نه یمه له فکره

سوزنده اتش د کس یار په هواد دی

تل جفا کوي بې حده ترس یې نشته

په سینه کې یې زړه کاڼي که فولاد دی

چې جواب د وفا نه مومي ریباره

په لمبو مې اچوي دا یې مراد دی

د رقیب له غمازیو ښه خبر شوم

که له دره یې بیرون شي زما یاد دی

هجر تل په ملاقات پسې وصلی دی

تخلص د غزل پس چې یې معتاد دی

طبیعت مې ازمویه همسري نه ده

دا غزل د شاګردۍ پدر استاد دی

د درمندو په اه نه لوړي له بېخه

په وصال کې د هجرت هسې بنیاد دی

روهي ډېر د یار له جوره ګیله مه کړه

له دغه ستمه چا موندلی داد دی