...

اشرف خان هجري

مئین زړه له هره خیاله رمیده شي

ورته سپي د معشوقې پسندیده شي

په وفا جفا راضي د عاشق زړه دی

د بل یار جور و ده ته حمیده شي

زه لا نه یم سرسري هغه مې یار دی

چې په واړو ګل اندامو کې چیده شي

د ګلابو خوشبويي شي بې وقاره

فایحه چې بې له تنه بوئیده شي

له پرتوه یې صنوف رنګینه اخلي

تازه ګل چې په چمن کې روئیده شي

دلې هسې رنګ جنبش مه کوه باده

ګوره تار به یې د زلفو پریده شي

په تندي یې د ټیکې لړونه زیب کا

لا په تېره چې سندل یې کشیده شي

تنه وسوزي په اور د شاه دپاره

جواهر په تنه جوړ کا خمیده شي

د رخسارو احمري یې وه له اصله

که سرخي یې د یاقوت پکې لیده شي

له پالنګه یې ګل لرې کړه خادمې

چیرې نه چې په بدن یې خلیده شي

چابيره یې په مخ خط د ویښتو نشته

دا سایه د ابروانو یې دیده شي

که په وهم یې بوسه د زنخ واخلم

په تش فکر یې اخضره ګزیده شي

د دنیا خواږه همه ترې پورې هیڅ دي

د سرو شونډو په لذت چې مکیده شي

دوه هلاله یې په بدر کې ښکاره دي

لکه ښه خوشخط مدونه کشیده شي

چې دلبر د یار په رایې شي ملتفته

رقیبان به یې له ځایه خریده شي

که پلو له مخه لرې دیدن ور کا

یو نګاه به یې روهي زرخریده شي

په صورت خټک بندي زړه یې هورې دی

په هر لور چې کشل یې جونه شنیده شي