

اشرف خان هجري
سوز لکه په زړه دی د سر سترګو مې ژړلی
رخ وه چې په ښار سیلابونه چلیدلی
زړه مې په منګل کې درست نیولی فرقتونو
پروت یم له غمونو لکه غش کا مار خوړلی
زه بلبل د ګلو تا بندي کړم په قفس کې
وۍ دریغه نصیبه که څرګندې وی کتلی
مرګه تلوار مه کړه لږ فرصت وکړه شدیده
یو ځله چې ووینم مئین تر ګلو ښکلی
ولې واژګونه دورونه تل کوې فلکه
هسک نه وې دلاسه یې دا هسې ګرځېدلی
دا همه جورونه بیلتانه دي په ما کړي
کشکې مې رسد وی د هجران مهم کولی
نه دې زما لاس چې په فرقت یې سینه یخ کړم
یو ځل مې په خوب کې پټ په وینو وه لیدلی
سل کاله د وصل کله هومره خرقي وي
جام د جدايۍ د زهرو څوک شي نوشهولی
واړه تماشه کا غم له ما سره جنګي دی
زه یې په قسمت وم دې وغا لره ساتلی
غم که په ما یو وي زه به یې جنګ و ته تیار وم
چا ته ممجن نسم دا لښکر دی جوړولی
ستا له ستمونو دوره چا و ته ژړا کړم
وله مې په غشیو ما همت درته نیولی
خوب وینم په ویښه یا بېهوشه کړم غمونو
غم په خلایق دی که زه غم لره زوولی
وۍ د ځوانۍ عمره څرنګ درومې بیدرنګه
پاتې شي له تا نه د لیندې غشی ختلی
تېر به کله راشي باقي لا شتاب زده دی
مخ په وړاندې زغلي لکه څوک وي چا بللی
تل اوبه ژړا کا په ژړا کې دا وینا کا
لاړو را به نشو څو په خوا دې بهیدلی
طوطا دې په پنجره کې ته خبر نه یې ابله
لږ چې رمیده شي څوک یې نشي ستنولی
کوم هغه خسرو چې په اورنګ کینې د زرو
تش ځینې لاړ نشي د ارمان سورو نتلی
جرندې غوندې ګرځي په عالم باندې فلکه
پاتې به میده کړي تېر دې واړه میده کړلی
ګوندې په غوغا د حشر ویښ ویده سړي شي
اوس چې په اواز د جرس نه دی خمیدلی
هېر مې کوم نفس یې چې دې یاد کړم کله کله
جوړ دې وی نامداره بیلتانه دې یم ویشتلی
لر نه یې شمشیره تر خاطر مې یې چاپيره
اثر لرې شمشیر یې د زړه ملک مې وه ګټلی
لال مې طبیعت وه د اشعار له قیلو قاله
څشکلې ګویا شم چې بیلتون راغی ختلی
زړه مې دی بیمار د غم اثر ښه یې سیلی
څو رنګه وئیږي چې رنځور شي باد وهلی
ولاړ په رهګذر یم خبر غواړم د یارانو
د تېرو خبر اخلم چې هیچا نه دی موندلی
دا همه فریاد چې روهی کا ملامت نه دی
زړه یې دور غوڅ کړ یا په کاڼیو دی ویشتلی