

اشرف خان هجري
زړه حیران په دا سودا کې سراسر دی
په پرده دننه څه دی خدای خبر دی
ملون چارې دې وینم له دورانه
چې مزاج یې اغشته همه په شر دی
د هر چا تر فهمه خپل فکر بهتر شه
و عاقل ته نادان وايي څه خبر دی
د دانا په تن جامه له غمه وینم
د ابله و په سر پاس ایښی افسر دی
د دولت شکرې وخوړې زاغانو
د بازانو قوت همه خونِ جګر دی
له اهلانو په کار تل کوې فلکه!
چې ګردش دې په عارف باندې بتر دی
عجب حال مې تجربه که له دورانه
خپل مطلب شړی که یار که برادر دی
لوی لښکر لرم د وروڼو قسم قسم
چې هر یو په ژبه ګرم لکه لمر دی
هر چې ډېر غواړي په کور کې د حرصه
په هوا پسې یې هر سکه پدر دی
د اټکه شوم راپورې پرې ښادي شوه
په هوس یې سره وې چې اوس مو جر دی
لکه طفل مصري بیا مومي هوس کا
هغه یو ډلۍ د ده عید اکبر دی
عابدخان خالدخان ښه برادران دي
په اخلاص کې مې یې لا څه خو مهتر دی
د غلیم سر ته خالد لکه تبر دی
په یحیی کې شرم شته دی بد که نه دی
ولې صحن یې د زړه څه خو کمتر دی
که اول مې په کار نه شه ګوندې وشي
په هر حال دې سلامت وي نیکوفر دی
افضل خان نامدار دې خوب د بېغمۍ کا
چې ازاد یې تېره توره سدو سپر دی
درې خوریونه د جهان دي په شیدو کې
لا به تېره شیخ شهباز پکې بهتر دی
د شیخۍ لار یې چې ولیدله لرې
اوس قادر شه هنری باز جمدر دی
که یې واغستې برخې جرګه تو شول
ډېر افسوس کیږي ګنده دی نومیزر دی
چې د خره سواره یې کړه خو په خر سور شه
د خالي رقصه د نام په چولو شر دی
کل بلا د نس خوشي ده و سړي ته
چې نیکي ورته ترخه بدې ثمر دی
دا لیده اوریده واړه نصحیت دی
سیه دل له ښو غافل په بد خبر دی
چې یې خوی کړ د سړي نس ته یې شا کړه
په دنیا په اخرت هغه سرور دی
چې یو زړه یوه خبره پرې مین یم
د دو رنګه یاره تښتم که شکر دی
د مئینو دیدن غواړمه له خدایه
د دنیا غټان مه وینه که قیصر دی
په ادب په نیکۍ مټ کوه خټکه!
د استوګنې ځای دلې نشته سفر دی
هیڅ امید له خلقه مه کوه مهجوره
په غمونو صبر کړه خدای دې رهبر دی