

اشرف خان هجري
د دنیا منزل مې ولید مختصر دی
مه کړه زېرمه د استوګِ رهګذر دی
جریده معاش کوه ته مسافر یې
مخ په مخ دې بې حدوده لوی سفر دی
دم په دم یومِ بتر خوبي یې نشته
اخرینه زمانه دورِ قمر دی
ساکنان یې په تلبیس هسې بلا کا
له دوی وړې بازیګر ګویا هنر دی
باشنده یې ځکه کان د خصومت دي
چې خصلت د تورو خاورو متمګر دی
د راستۍ محبت چیرته دی حیران یم
لافه هر سړی کوي کم یې هنر دی
ما رښتیا ویل و نه لید په دا دور
خالي نوم یې د عنقا غوندې سمر دی
بې مطلبه یاري نشته په جهان کې
په دا قول باور وکړه معتبر دی
په ظاهر ډیرې قیصې د رفاقت کا
زړه یې کله له زبانه برابر دی
په خوله واړه عمل کا د اولیاؤ
له کړدو یې لاس په غوږو د کافر دی
د ګردون کاسه په زهرو الوده ده
په حلوا یې ویسا مه کړه بازیګر دی
هر طرف مې تماشا د جهان وکړه
له حسده واړه ډک مهر کمتر دی
لور شدت له موره کا شرم یې نشي
پس شا یې زهد واړه د مادر دي
بې غرضه مینه خور نه کا له وروڼو
نه خو ورور عزت ساتلی د خواهر دی
نمسی کله اطاعت کا د نیکونو
ادب کله وراره کړی د اودر دی
دیو چې آز د زړه په سر متمکن کا
نه پسر د باپ پسر نه باپ پدر دی
پلار په لږ غرض له زویه مبرا شي
نه پسر په طمع اړ د پلار په سر دی
چې سلوک له زویو دا دی له پدره
په ورور خون کله مشکل د برادر دی
که جُزوي منال لرې بېغمه مه شه
که په حال یې برادر سکه خبر دی
سر په سر لکه د دان سره اخته دي
په حرص انام شړه بدنام بقر دی
یو د بل په اندوه کله غمزه وي
بلکېغم په یو عزیز د بل اختر دی
واژګونه فتنه قایمه ده په دهر
لوری نشته د امان واړه خطر دی
شاید مخ د قرار ولید په اخیر شي
دلې هر چیرې جنګونه شور و شر دی
زه هجري یې څو بیان د حقیقت کړم
حال روشن د زمانیو لکه لمر دی