

اشرف خان هجري
سراسر واړه له څيرمې کاذبان دي
چې ټول شوي د فاني دنیا په خوان دي
دا جهان مثال دوکان دی د نباتو
طالبان یې بل څه مه شماره مچان دي
مچان هومره مینه کا په هغه لوري
څو نبات تاوده په نس کې د دوکان دي
هیڅ باور یې په اظهار د اخلاص مه کړه
په دروغ ټيټال کوي د ښې یاران دي
تل په ورځ د ښادۍ لاف د وفا کاندي
چې یوه ذره سختي شي ګریزان دي
د زړه سترګې په مطلب ظاهر لباس کا
په سوګند یې غرور مه کوه ټګان دي
که دې ښه اشنا له درده خبردار وي
په زبان وايي هی هی په زړه ښادان دی
د صادق اشنا خواهش په جهان مه کړه
پسران د زمان واړه دو رنګان دي
نه یاري نه اشنايي نه محبت شته
په هنر یې حصول کا بنده د نان دي
دنیوي سود یې مقصود پسې یې غواړي
نه په لار د دین ثابت نه کافران دي
لکه دوی کا ځبله قصد د ځان په وینو
یو په بل کله اخته هسې لیوان دي
د قیامت ورځ لا په سترګو لیده نشي
نن مې ولیده هغه همه د ځان دي
ما هرګز راستي د چا لیدلې نه ده
برادر که یار و خویش که عزیزان دي
زه هجري چې په اسرار د کار خبر شوم
په دنیا ارتینې ډېرې لږ مردان دي