

اشرف خان هجري
دانا ځکه د جهان له کاره سرد وي
چې الم یې لکه باد خوښ یې ګرد وي
اه وسز مې باطل مه ګڼه دروېشه
سترګې هله کا ژړا چې زړه په درد وي
تخت و تاج ته به سرکوز د همت نه کا
چې په داد د دهر پوه ازاده مرد وي
هغه مرد چې په دغل سود و سودا کا
په مجلس چې د حق ورشي مخ یې زرد شي
په حساب د فرزانه تر ګاو بتر وي
هر چې تل په فکر ډوب د اب و خورد وي
ګردنده فلک چکۍ سړی دانه شه
لا په زمکه قرار نه بدن یې ارد وي
دا محال دی چې شاعر به پښتو کې
بل هجري غوندې په فن د شعر فرد وي