

اشرف خان هجري
قاصد راغی د وطن په زر کروهونه
پس شا یې په جدل کړل څو ښارونه
انتظار اوده کړی په اندوه وم
وې مې وایه د ښادۍ حکایتونه
وې یې بد خبر که ووایې بیان کړم
د ښادۍ ګونه پاره شوه له ګردونه
جهان کل اګر چې ډک دی له افته
ګهې مخ هم پکې وا کاندي عیشونه
د ښادۍ نامه هرګز په وطن نشته
در په در که همه وغواړې کورونه
خاصه نن پوښتنه مه کوه له سرایه
دم په دم پکې ماتم که ناوې جونه
ما وې تن په زلزله لکه سیماب شه
موت پریستل د چا په کور سنګونه
نور بې ننګ خلق که مړه وي عیب یې نشته
پورې مه شه د میرداد د کاله ورونه
اکوړی چې د اندوه لښکرو ونیو
مګر وران شول د برک د پګړۍ ولونه
وې یې دا که واړه ومري خیریت دی
بزرګانو هسې کړي دي پندونه
جهان هاله پاکیزه او ښایسته شي
چې له مخه یې جار وشي خشاکونه
ولې دا همه حیات په زمکه ګرځي
بې حیا غریب یې بوت په ارمانونه
ما وې ډېر بېهوده مه وایه قاصده
په بې شرم به مرګ نه کاندي بریدونه
وې یې ته که په دا قول باور نکړې
شاهدان لرم تیار د لارې ملونه
هسې ووت بې حیا د سرای له دره
لکه تېز وکا صدور د خره له کونه
سنه غین قاف الف وه له هجرته
چې یې غوڅ شول د حیات کټه برېتونه
د حیات مایه یې ښه وه تر بې ننګو
بې حیا که هر څو نه درله ننګونه
ما وې غوږ مې په ویل لره قاصده
چې بیان کړم د برک ملک دودونه
که هزار شاهدان تېر په دا وینا کړې
زما نشي ستا په قول باورونه
نه دا هسې حاکم چا په دور ولید
نه یې ذکر چېرته شته په کتابونه
په فرمان یې شحنه هسې سړی وژني
لکه کُږی قصابان د بیعې مژونه
حادثه به یې غضب له دهره کم کا
که بې امره یې ژړا کا په یوخونه
باد به وتړي بېشکه په زنځير کې
که یې وران کا د هاتن د پښو پلونه
چې په دا شان و صولت په حوضه کیني
ننګیالي ورپسې وتړي پوځونه
نندارو و ته یې خلق استاده شي
په صورت سیرت یې کاندي رحمتونه
چې ګهي یې سواري تیاره په ما کا
توره شپه کا رڼا ورځ په مشعلونه
له کفارو امیر هسې سلوک نه کا
لکه وکړه منتج پدری وروڼه
دا جدل همه په ننګ د شریعت کا
نه یې ملک د چا پکار نه منصبونه
په مسند یې هسې غوره نمسی ناست وي
چې یې فخر که په مړو باندې نیکونه
په وطن چې دا عزیز بشر حاکم شه
په عالم به یې لاس نه مومي غمونه
وې یې ما دې همه وروڼه دي لیدلي
نن مې ستا عقل هم ولیده محزونه
د نصفت چاړه په لاس د عدالت کړې
پرې کولی په جهان د ټوم رګونه
اې له عقله بېګانه کله روا دی
چې پو شی د عاق پرده په دا عذرونه
د قیامت له سختې ورځې ادب وکړه
راشه مه کړه د منحوس حمایتونه
استغفار کړه چې رها شې له ګناهه
نور څه مه وایه له هسې رنګ ملعونه
قابیل یو هابیل شهید کړ حال یې ګوره
ده بنیاد د قوم وکند په بیلونه
هسې نه کا هیڅ غلیم په غلیمانو
لکه وکړل سیه روز پخپله خونه
ته یې اوس له حقیقته خبر نه یې
کاږه ځکه کړې و ما ته جوابونه
وسیله یې نوره نشته په دنیا کې
پیاپې لیږي بګرام لره زرګونه
جوړه لب یې دایمي له فکره دال دي
له حیرت همېشه سپین لري غاښونه
په معنی بار کړی خر مزل یې لوی شه
ګهې وا کا نری ریخ کله ټيزونه
ما و نور شکایت مه کړه له بهرامه
په دا هسې ویل بد شي عزیز زړونه
کیفیت یې یک به یک راته بیان کړه
په وطن کې عزیزان لرم هم ترونه
وې یې جمیل جمیل دې بدرنګ مه شه
بلا سازه شه د نورو په ټټونه
ننګ و شرم یې تر شا قبله یې نس دی
په مطلب پسې جار باسي زېړ مخونه
دنیاوي مقصد یې لمر پسې څرخیږي
زېړ مخونه یې مثال د لمر ګلونه
ما وې حال د هغو خاصو برهنه کړه
چې کاږه به یې په سر کړه ململونه
دم په دم هره ګړۍ له ډېرې مینې
په جُسه به یې زما کړه سوګندونه
وې یې کاش که یې په ځای د ململونو
چا په سر کړې د زنانو سرکاهونه
چې دا هسې مسخره ورځینې زوول
کیر خر د هغو میندو په کوسونه
ما وې ته څه وایې بد له بهترانو
ډار دې نه وینم اصلاً د خپله خونه
د داراب دبدب هغه که فلک خور کړ
طمطراق شان و شوکت هغه موجونه
وې یې کار یې مشابه دی په دوه څيزه
که ته وا کړې په وینا د زړه غوږونه
مشاهد که یې په خوب کا نن به خوښ شي
له نوایه چې یې کړل هغه رازونه
که طلب یې په ژړا کا مونده نشي
تلطف د صوبه یاد والا ګردونه
نن د باز پنجو وهلی تغدری دی
په حلقه د دُبر کاندي پیخالونه
لا په غار کې حصار کړی روبهک دی
له هیبته کا یو تیز په څو بندونه
ما وې څو خبرې کړم راته سامع شه
عاقلانو ته بهترې تر ګنجونه
دا زینت چې په ورق د دهر وینې
همه خیال ګڼه بېشکه یا خوبونه
چې خالق د دهر دود راته روشن کړ
نه یې پېژنم ښادي نه اندوهونه
فرزانه به څه باور په دا فنا کا
نه یې غم لري بقا نه هوسونه
لاس به نه مونده هرګز په چا غمونو
که په برخه د یو بل نکړي رشکونه
چې بې ننګه نالایق ترې تولد کا
مه شه سره د هغو ښځو خښتګونه
بهره ور چې د وفا له ملکه نه وي
لا بقا هغه ته ښه ده تر ژوندونه
هجري لار د وفا مه پرېږده ډاډه شه
که دې ږدي فلک په سر د عذاب غرونه