...

اشرف خان هجري

زمکې سر واهه په لاسو له دورانه

دا مذکور یې هویدا کړ بې زبانه

یعنې کور د نن صبا د باد په مخ شه

ته له ما غریبه څه غواړې اسمانه

هره ورځ مې د هجران په لمبه سیزي

چیرته یوسم شکایت ستا له عدوانه

ما وې کومه فتنه وزووه له چرخه

چې اوس غمزده تا وینمه ګریانه

که دلګیره په نزول د حادثې یې

خالې نه وې ته هرګز د دې بلا نه

د ګردون په ناهوارو شکیباو

اوس دې ولې جنبش وه که له امکانه

دا ویل دې خالي نه وینم له شره

مګر نوی افت وزو له زمانه

وې یې څه وایم و تا ته سخن وره

د دښنه فلک د دور له جفا نه

هسې کار یې په تلبیس راباندې وکړ

چې تر تلو به یې وا نه وړم له ژړا نه

د قیامت ساعت به کله را پیدا شي

چې رها شم له دې غمه زه حیرانه

ما به دا قضیه وي ولې ډارېږم

د هوس لمن به بژه کړه تر ګریوانه

ما وې زمکې زه میلمه په تا وارد یم

خوبه وځم عاقبت سا له صحرا نه

د عیزی میلمه په حق چې دا خبره

یک به یک یې له رافته کړه عیانه

وې یې غوږ د زړه په ما خبره اوره

مبرا د جمله کذب له نقصانه

یو مطر به د سپهر یو زما ده

د هغې نامه زهره د دې مرجانه

له زهره یې په هنر افزوني وکړه

بې وفا سپهر رانیوه له ما نه

اوس یې لرې کړه زهره له هغه ځایه

په دریم فلک یې دا کړله سلطانه

تر هغه چې اسرافیل په صور کې دم کا

جدایي مې طمعه مه کړه له احزانه

بیا به کله مور د دهر حامله شي

چې به هسې اور پیدا کله زهدانه

بارې ته چې سخن ور او سخندان یې

هم په ښه ویل فایق یې له اقرانه

د الم دارو مې څه دي راته وایه

زما رنځ اګر چه تېر شه له دوا نه

ما وې زمکې فلک سخته حمله وکړه

دا قضیه به عاقل نه ګڼي اسانه

تحمل چې د چا وي تر هغه ډېر دی

چې له دې غمه لا ته پایې ودانه

نه دې صبر صبر ستا سره به جوړ شي

ولې دوی ته ده قیصه مشکله ګرانه

یو زما د اسباب خر په خټه ګوډ شه

بل د عشق خونه بېشکه شوه ویرانه

عقل و هوش یې له ما واړه ربوده کړه

کشکې نه وی دا د غم قضیه بیانه

د شکیب اس مې سرکش شه نیوه نشي

ملک همه وینم په مخکې مژک رانه

ما به حال همه بیان کړه ولې څه کړم

غریو مې ګوتې نه وکاږي له دامانه

ژړا هومره مروت د فرصت نه کا

چې بخشش یې مسالت کړم له مولا نه

هسې سخته واقعه دې راته وه وې

چې خرد یې تنفر کا له اضغانه

ورشه روغ وګړی وپوښتنه غریبه

پرسش کله خلق کاندي له شیدا نه

وې یې ستا دې په هغه ساعت قسم وي

چې په باغ کې یې بېهوش وې له وینا نه

د وینا مضمون یې دا وه که دې هېر وي

چې یې ګل به اوس فنا شي تر اوانه

غنیمت ګڼه فرصت تماشه ګوره

دنیا غم ده ګهي عیش وي نادانه

حقیقت د مصیبت راته بیان کړه

بل قابل د جواب نه وینم بې تا نه

ما وې دوه دلبرې تېرې دي په روه کې 

یو نازو د حسن وه بله درخانه

د عراق وګړي لاپې د شیرین کا

عرب واړه توصف کا د لیلا نه

د هیرا نامه نامي وه په پنجاب کې

د دمن اسم بلند له هندوستانه

حرف و صوت دې همه چې یې عالم کا

ما چې ولیده مطربه غزلخوانه

دا همه تشې څهرې د عمارت دي

د مرجانې تر عالي شوکت و شانه

که یې یو وېښته د حق په تله کېږدې

د خوبۍ وزن یې ډېر دی تر عذرانه

چې یې دا رنګې دلبره له تا بوتله

حادقه به کومه سخته وي تر دانه

وې یې ناز که دې په ژبه کړم روا دی

بیهوده دې هرګز نه خوځي دهانه

کیفیت د مفصل راته بیان کړه

معرا له ریو و رنګ و له ریانه

د رضا وروځې کږې زما په لور کړه

چې تر سر دې شم هزار ځله قربانه

مصلحت د چارې څه دی راته وایه

چې له تا شم په طلب د کار روانه

ما وې زه په دوه هنره مستثنی یم

بل ثاني مې طمع مه کړه له جهانه

یو صادق عاشق فایق تر وامق زه یم

بل په شعر بیش قدم یم تر مرزا نه

نن هنګام د خوش امد ویلو نه دی

تکلف به همه وباسم له میانه

دا مذکور مې د وامق په عمل نه دی

نه له ما یې په دا غم کې ته یکسانه

چې دا هسې برید فلک درباندې وکړ

ستیزه ولې ته وباسې له نهانه

رعیت یې چې ودان کلی ویران کا

خسرو هاله پرسش که له اُمرانه

وې یې نن د تجرب محک پیدا کړه

چې د شک خیری دې لرې کړم له ځانه

ما وې دوه خبرې کړم عمل پرې وکړه

نو تیری په منډو وکړه تر صبا نه

زمکې ته که لباسي کاذبه نه یې

په دو ورشه د پاتې تر خاندانه

باشنده د اکوړي په خیر پرېږده

ناخلف د پاتې ونیسه له رانه

څو قارون په دا مدت دی رسیدلی

پسې وروله ږیر کلی تر زمانه

چې تا دا مهم پوره کړ پيره وکړه

نور به فکر د جدل کړو له ګردانه

د جهان د باغ هغه بلبل لاړه

چې یې زاڼې خجالت کړې له اوانه

چې بلبله یې شهیده په ګمان کړه

صد لعنت د خوشې ډم په دا مېړانه

د عمل په توښه مټ بویه خټکه

مرګ به ګانده مخ ښکاره کا ناګهانه

تل یې هجر لړزوي د ښو یارانو

هجري ځکه شکایت کا له حیانه