...

اشرف خان هجري

غمه لرې په ګریز درومه له ما نه

ګڼه اوس به دې سر غوڅ شي تر زمانه

ستا بنیاد یې د بڼو په غشي غوڅ کړ

برایه په خوب راغلې وه مستانه

تورې سترګې یې لا تورې تر کبلي وې

په چهره د ګل تر مخ ډېره خندانه

کجه کجه خماري په بالین راغله

برندې سترګې بې دمیو له غزا نه

له مستۍ یې لاس وهل په شین شین

د پالنګ په سر مې راغله غزل خوانه

وې یې دوه سترګې مې بس په انتظار کړه

په راتله کاهلي ولې کړې نادانه

ما وې اې د ښایسته جونو امیرې

تر حیات راضي په موت یم بې له تا نه

په ويښو دیدن محال دی شکر شکر

چې په خوب را لره راغله ناګهانه

مبارکه دا ګړۍ میمونه شپه ده

چې د غم په کور مې ته شولې مهمانه

هغه لار به مصفا کړم په مژګانو

ته ملوکه چې پرې راغلې تر زندانه

در په در مې ستا د حسن جوړه غوښته

دکن کل ځنې خالي تر هندوستانه

د زینت بهار د وږ غړ شه تر ډېره

وه کاږه ګردون د دور له خزانه

د مخ نور د تاریکي د غم عدم کړه

لکه بخت عجیبه راغله ناګمانه

لا هاله دې زخمي کړې په خاطر وم

چې دې وا کړ تېر د وروځو له کمانه

التماس درته کوم په غوسه مه شه

عاشق تل ګستاخي کا له خپل جانانه

که زما د عرض د ناوې ناخن سره کړې

د قبول په حنا نه ده تا ته ګرانه

وې یې هر چې دې پکار دی ورشه واخله

دنیا وي متاع زما له خانُ مانه

ما وې زه د عشق په سیند کې هسې ډوب یم

چې تمیز د نفع وکړمه له زیانه

نن مې ګوی د عشق له واړو ربوده کړه

تر وامق و تر مجنون تر ادم خانه

چې زما د عشق له حاله څوک خبر شه

د فرهاد قیصه هغه ته شي افسانه

کشکه دا فرقه حیاته وي په دور

چې خبر شوې د خټک د عشق له سانه

زر ګوهر در و نقره مې پکار نه دي

که مملو کړې راته زمکه تر اسمانه

د یوه بوسه طمع بها یې څه ده

په بساط کې نور څه نه لرم بې ځانه

ځان مې سل ځله درځار که دې پکار وي

صادق نه کا تجاوز تر خپله توانه

وې یې پښه د جرأت ټوله کړه مسرفه

ګڼه اوس به دې د بود خونه کړم ورانه

تر دا حال دې حال بتر شه مروره

زما خوله دې هسې بیعه کړه ارزانه

ډېر وګړي به ښکل کړي وه تر اوسه

که موندی په دا بها چارا یګانه

ما وې نه یې بها مال نه سر قبلیږي

نه مې زړه ځي ستا د شوق له دوکانه

کار هر ګور راته مشکل متحیر یم

چاره څه کړم اې صنم د دې بلانه

وې یې اوس به مې په دار لکه منصور کړې

که زه نه وی په تا ډېره مهربانه

د سرکاس له بیهوده طمعِ خالي کړه

دم په خود شه بالغضو له بندیوانه

ما وې سل ځله فدا ستا تر باڼه شه

د دکن د پنجاب جونه تر ملتانه

زه مجنون غوندې خام نه یم په یارۍ کې

چې په دید د اهو پایم بې لیلا نه

ما عاشق د شیرین مه ګڼه دلبرې

چې ابد کړم د خسرو ملک له شانه

هسې نه چې زه احمق لکه وامق یم

چې یې ترڅ کړ د عذرا له خاندانه

ورقه اسا ګیدړ قابو چې نه یم

چې تهمت د خلقو بیل کړله ګلشانه

نه اورنګ عربي ځان ګڼم ملوکې

چې یې ډار کړم د عمر زید له تهمانه

کله نل غوندې روباه یم په دا کار کې

چې هیبت کړم د دمن له اینُ آنه

د بوبا د یار قیصه مبهمه نه ده

څءنګ وه تښ د ښاریو له غوغا نه

ادم خان که د وفا په روش جوړ وه

اول ولې ته ارم ته تر درخانه؟

ډم صفت د قطب کا خندا مې راشي

چې واهمه وه د بلو غوندې دربانه

ما داسې قابو چې تصور مه کړه

چې پروا کړم د فلانو بهمدانه

چې مې پښه د محبت په کوڅه کېښوه

کاهل نه یم د بتانو له جفا نه 

د وِداد په ملک هغه عاشق فایق دی

چې یې خوف له چا نشي بې مولا نه

ما رتبه د عاشقۍ لږه بیان کړه

ته دلبر یې د عاشق مرتبه دانه

د زینت په بهار مه اوسه مغروره

ادب کړه زما د سترګو له طوفانه

زه د چا په دود نیمګړی عاشق نه یم

چې په قهر د لاس ورکړم له دامانه

د رجا کښت مې د مهر په اب شین کړه

یا مې ولېږه د وژلو تر میدانه

وې یې ته به دا محال طلب پرېږدې

که لمن د قهره بژه کړم تر ګریوانه

تمنا دې هومره تا وکړم بوالهوسه

چې مې شنه کړل په وهل و جوړه رانه

سزا وار په تا تکلیف د سیاست یې

که خوږه ژبه ستا نه وي نګهبانه

سر تر پایه د هوس په تله تولم

هیڅ وینا دې تشه نه ده له برهانه

سیاست دې مشکل نه ولې مشکل دی

چې بل هسې شاعر پاسي له افغانه

د کشتن کار دې په دا راته مشکل شه

د بوسې وعده هم کله ده اسانه

د مطلب قبول دې ګران رد یې هم نشي

په څه غم دې مبتلا کړم زه حیرانه

ما و ډېر تر دا ستم راباندې مه کړه 

ګڼه داد به صبا یوسم تر سلطانه

وې یې فنه مې وکړل ولې نشته

د نجات لوری له تا څېره زبانه

په وعده د خراب زړه دلاسه وکړه

مبرا به شم صبا ستا له دوا نه

ما وې زه د زمانې له خاموش نه یم

چې د نن مهم رجا کړم له فردا نه

مور د دهر حامله په نیرنګیو

صبا ګوره څه پیدا که له نهانه

چا چې کار د نن برات په بله ورځ کړ

څه حاصل یې ما و نه لید بې ارمانه

د قضا دام ماهي وباسي له سینده

مرغه کوز په یوه دم کا له هوا نه

وې یې ځان مې امانت په صله درکړ

تجاوز به دې ونکړم له فرمانه

ته زما په خوله مئین زه په دا شعر

سودا وشوه اې د نظم پهلوانه

یو ځل بیا دا قصیده کړه مکرره

طولاني جګړه وباسه له میانه

د ځان مهر مې قرأت د قصیدې کړ

هغه ولوله ما واخله بې دعوانه

قصیده جوړه تعویذ د ساحرانو

هجري بیا یې کړه دلبرې ته بیانه