

اشرف خان هجري
بیا دا څه حسن په برخه د جهان شه
چم په زیب رشک د ارم زمین زمان شه
لا پرون پیر و ضعیف وه له خزانه
د نورز په یوه دم ګوره جوان شه
د شپې طول تر ورځې لوی حمل بدل کړ
نن د ورځې پرې تېرې د شپې نقصان شه
راشه سترګې د حیرت په ریاض وا کړه
هر چمن یې نمونه د پاک جانان شه
زه چې ځير شوم د چمن په ناویو جونو
د مدهآمتان اسرار راته عیان شه
د بهشت مثال مې ولیده په سترګو
راته هر نهال د باغ مدهآمتان شه
لکه زهره په سحر وخیژي جلوه کا
هر یو ګل په سر د شاخ هسې رخشان شه
پس چې ستوري یې له نسه تولد کړه
ریاض عین په زینت لکه اسمان شه
نن په وار سره سینګار کا په ګلونو
د فلک نوبت په ښه د باغ روزان شه
انار مور ده فیروزه لال یې پیدا کړل
اول کان د نیشاپور نن بدخشان شه
هسې سره او سپین دا دي په زمانیو
چې تر دا دي شرمنده د زرو کان شه
چې هزار مه رخه تل پکې جلوه کا
مګر دور د باغ تیر تر سرطان شه
که لیدلی چا ډېوه د برات نه وي
طور نن د لاله زار په هغه شان شه
لکه جونه غوټۍ سازې په ګریوان کا
هر ډکی د چنبې نن هغه نشان شه
صد هزار لونه رنګونه پکې وینم
مګر خونه د رنګریز همه دامان شه
ډېر چې ځير یې همیشه په سرو ګلونو
یو عمیق د هوسۍ لب بل یې مرجان شه
مخ د دشتو هسې لاندې شنه نبات کړ
چې هر سُم د غزا له فیروزه شان شه
شوریده بلبل هغه زمان حاضر وه
په ازل چې ګل ریاض کره مهمان شه
د بلبل زړه یې په یو دیدن کهنه کړ
نور یې نیت د سفر وتاړه روان شه
واف یې کلکه لمن ونیوه ګل زور کړ
په کشش کې همه بژه د ګل دامان شه
هزاره کله رضا چې ګل وه تلی
شفاعت یې چمن وکه تر دا میان شه
په احضار یې د هر ګل لاس په سینه کړ
هغه دم چې په باغ ګډ ژغ د خزان شه
په ارمان یې ګوتې وکښې له دامنه
په رخصت یې تر سر څو ځله قربان شه
تماشه په بهار ډېر کا د ګلونو
د فرقت غم یې پیدا د واف په ځان شه
اوس هغه روش جاري دی تر قیامته
په اولاد یې سنت پاتې د کلان شه
د هر کال په سر یې واف د دور غواړي
چمن ګل همه حاضر کا چې زمان شه
او بېشکه تل چې خصم حاضر نه وي
هغه نیسي شریعت چې پابندان شه
نه ګلزار دود د وفا کا له بلبله
نه بلبل د ګل د عشقه پشیمان شه
نه دنیا له ګذشته و وفا وکړه
نه عبرت زویو ته حال د پدران شه
دا غُرا قصیده چا بیانه نکړه
څو په زمکه وطني ذات د افغان شه
کاتبین یې نقل وړ عطار د ولید
د عبرت ګوته په لب ورته حیران شه
کاتبین ویل دانا جواب یې بویه
له حیا یې هیڅ و نه وې سر جنبان شه
له پاسخه یې لاسونه کړل په غوږو
په رحمت یې د شاعر عذبالبیان شه
شاعران به یې جواب په کوم قوت کا
چې منشي ځینې د چرخ په شادوان شه
دانیان دې دامن دامن وباسي
د هجري له فیضه دُر همه زندان شه