...

اشرف خان هجري

د هنر بحر چې تا لیده سراب شه

هغه ښار د عظمت ګوره خراب شه

هغه تن چې همه کان د مروت وه

نن په خونه د لحد موټی تراب شه

څوک به کېدي نن په روه د هنر دل یې

چې معدن د خوبۍ مات هنر کریاب شه

دا د غم قضیه هرګز بیانه مه شه

چې یو کسی رود ګنګ او بل چناب شه

جګر دوزه غم اوندوزه واقعه ده

په اواز یې ځکه تن لکه سیماب شه

دا خبر مګر اتش وه بې ګمانه

همه زړه د مخلصانو یې کباب شه

غیبی کاڼي یې سر دوه کړله دې پسه

د تارونو په ژغ بیا ژوندی رباب شه

ما پارس لیدلی نه چې سنګ یې زر که

د صاحب فکر مصدر د دې غنجاب شه

د خټکو ولس سنګ وه بې وقاره

هغه سنګ یې له مجلسه زری ناب شه

خان په قصد د ارم کوچ وکړه له دهره

پستنه یې ولس ډوب په اوبه اب شه

بوعلي د پشتانه له دوره وه یش

په جهان یې نښه پاتې یو کتاب شه

په حیات یې له اندوه کناره وم

په رحلت یې هویدا د غم سیلاب شه

لکه هاله را وا د خوشي در وه

په هجران یې هسې بند د عیش باب شه

که شکوه له دوره شي څه فایده نشته

اوس قضا په ارمان عمر د شباب شه

ذات له ذات په سیلۍ د موت ګډ شي

دنیا بحر ده تراب سړی حباب شه

اوس لمن د شکیب مه پرې.ده خاطره

که هر څو د زړه په ملک صبر نایاب شه

د انصاف په سترګو حال د خلقو ګوره

تر شماره د ګذشته وو تېر حساب شه

سکندر چې شهریار د بحر و بر وه

تر فلک یې لا بلند د در جناب شه

د دولت خیمه یې پرېوته په زمکه

چې یې غوڅ د حادثې په تېغ تناب شه

سلیمان چې تخت یې باد وړه له شرفه

نهایت یې تور بستر محل د خواب شه

ما په سترګو ډېر لیدل مالک رقاب وو

نن یې خاک د تور لحد مالک رقاب شه

سخن ور بلبل چې تا لیده مهجوره

په قفس د تورو خاورو لا جواب شه

همه غم لره موجوده دا فنا ده

په خطه یې تل ژړا کمه خندا ده

نه نه ځای د خندا نه غلط مې ووې

بلکې دا همه ژړا لره پیدا ده

د امان لوری به چیرته وي عالمه

دلې واړه د مرګي شور و غوغا ده

د صفی اولاد رمه دی یې لیوه شه

دم په دم یې ځکه خوري چې یې غزا ده

خوب به څرنګ په حیات کاندي بې غمه

په هر زړه چې رقم ویره د موتا ده

ما و نه لید هسې زړه په زمانه کې

چې یې نه موت په سر ایښی عنا ده

نه نه دا عنا خاصه په انسان نه ده

په دا داغ ینه اخته د هر اشیا ده

زما زړه چې ګواهي نه وایي په دروغه

په دا قول یې راکړې نن فتوا ده

چې یې وې په ویل غوږ باسه زیرکه

چې خبر یې په ما کړه واقعه دا ده

یعنې نن هغه امام د ننګیالیو

په ډنبره غریب لاړ ډکه یې خوا ده

مسافر شه هغه شیر د جبانو

چې زهره ځينې اوبه د اورنګ شا ده

نه یې زوی پرې حاضر نه برادر وه

ساه یې قبضه له غمونو په صحرا ده

نه یې مخ د خپلو ولیده په سترګو

نه یې کړې چا په رنج کې دلاسا ده

لا یې رب په حال خبر یا زه پوهېږم

چې له خپلو یې لیدلیې څه جفا ده

د جبال غرڅه یې ژاړي په زاریو

ده سړیو باندې هۍ نه یې صلا ده

مرور له خلقه لاړ دی رابه نشي

ستا په باب یې دعا کړې د بدا ده

ته په مخ د زمکې ګرځې کوم ادب دی

چې تنه د صاحب لاندې تر غبرا ده

ونې غرو ته یې د حال په ژبه ژاړي

ته بېغمه خوب کوې دا دې وفا ده

ما وې څه بیهوده شور لرې باطله

دا قیصه چې ته کوې کله صلا ده

له حیا به تن د خان خوړلی نشي

په دا خوی که هر څو زمکه بې حیا ده

وې یې ته که خبر نه یې زه دې څه کړم

دا قضیه په دکن هر چیرې رسوا ده

راته ښه وایې که بد رضا دې خپله

پاکه ږیره دې په ګور کې د بابا ده

په ښه مخ به یې نور سترګې ځلا نکړي

د دین طمعه برات په اخرا ده

ما وې هوش یې له ما واړه ربوده کړه

چې د غم قیصه دې بیا کړله بنیا ده

هومره مه تلی مرور له زمانیو

څو دا سخته حادثه پرته په ما ده

وې یې لاس د قضا وڅکه وه بې وسه

ستا مشکله یې سپارلې په مولا ده

ما وې وایه حقیقت له هغه ځایه

چې دا سخته حادثه پکې برپا ده

وې یې څه پوښتنه کړې له هغه ملک

چې جوسه یې تشه توره له اروا ده

د خټکو عزت هاله چې دی روغ وه

حیاتي یې پۍ له ده بادِ هوا ده

نظام پور په ژړا تویې کړې ماڼۍ یې

له هوډیانو یې پرې کړې تمنا ده

د مجلس زمکه هغه مهری یې لاړه

په ارمان یې الوده هره ګیا ده

یو ځل ورشه د مجلس کوټه یې ګوره

چې له غمه څءنګ تویه په بنا ده

خوړی مخ په وهل واړه شخوده کړ

زیړه زیړه په دا غم لکه صفرا ده

دبدبه د حرمت ماته شوه د تورو

د عزت ږیره خریلې د لوا ده

میرکلان یې که اخته په ماتم نه دی

سکه په څه یې پوشیده توره قبا ده

هغه غر چې یې اسمه غضنفر وه

تر ګیدړ یې نن نامه بتره لا ده

غشی خط د ویزارۍ و لینده ورکړ

لینده لا د ژۍ له وصله مبرا ده

ډال روغن له تاوه ویلې په تنه کړه

مبرا د شرم توره له برېښنا ده

د خوبۍ معدن چې تا لیده خاطره

په صحرا یې د غربت خونه تنها ده

هغه واف چې درفشان وه په وګړي

نن یې ګونګه په لحد ژبه ګویا ده

چې چراغ د هنر زمکې پوشیده کړه

که یې زه په ژړا ډوب کړمه سزا ده

په حرمت د محمد واحده خدایه

چې پایه یې په مرسلو کې والا ده

په عزت د هغو پاکو لا شریکه

چې پرې تېره څه بلا په کربلا ده

په وقار د هغو خاصو کردګاره

چې یې ستا په در قبوله تل دعا ده

کار یې مه سپاره په عدل جګې جګې

حواله د قبله چار په کرم ستا ده

که هر څو یې خطا ډېره غم یې نشته

چې خطا یې حواله ستا په عطا ده

په شفا یې د رحمت شاد و خرم کړې

خوږ سینه یې په سل داغه مبتلا ده

د زړه جوش به تمام نشي په ویلو

طولاني قصیده تم په دا وینا ده

نور به سترګې په مخ وا د ښادۍ نه کا

که په تا د هجري مینه په رښتیا ده