

رحمت الله درد
اور راباندې بل دى ما ته پته ده
ستا ديدن يې حل دى ما ته پته ده
خلاصه پښه کوڅو کې شرمخان گرځي
ښار نه دى، ځنگل دى ما ته پته ده
دا چې په رڼا ورځې دهاړې وهي
څوک ورسره مل دى، ما ته پته ده
څومره اعتماد به په ژوند وکړمه
مرگه پورې ځغل دى، ما ته پته ده
خاندې، بل ته گورې، ما په غوږ وهې
څوک د ديدن غل دى ما ته پته ده
زه به هر څه اورم څه به نه
وايم
دا د يار محفل دى ما ته پته ده
بيا يې چې سينگار په مازيگر کړو ځان
ما ته يې جوړ چل دى ما ته پته ده
ښه غزل چې واوري نو جانان وايي:
دا د «درد» غزل دى، ما ته پته ده