

اشرف خان هجري
ستا مسکن جبل د روه په ما عسل شه
له تا دور عسل دکن راته حنظل شه
خوب خندا قرار به څو کوم بې تا نه
چې بېلتون دې را پسې لکه مغل شه
هر نفس مې لکه ستن په زړه چوکه شي
د خسرو تر ستم تېر هجر بیتل شه
مخ په مخ مې وغا کړه د شاه له جوره
ولې هجر منهزم کړم چې یې مل شه
د خوشۍ منزل مې هسې شه له هجره
لکه پر و بال د باغ له دیه جل شه
هر زمان د زړه په یاد ورسره مل یم
که بدن په ناچارۍ له تا نه بېل شه
سر و تن یې د انصاف په توره غوڅ کړه
که خټک د یکرنګۍ په دود کې غل شه
د خاطر جوره یې ستا په لوري ګرځي
تل په تور د هوا کا ځای یې راجګل شه
لباسي که دې یاري په دروغ نه وه
چې په کال دې خط راته ولې ارجل شه
مګر ځکه دې تر شا کړه ډېره مینه
چې حایل مې نربدا د ما لوی تل شه
زه په څه ماڼه له یاره کړم وګړیه
نن رواج د اشنايۍ واړه د غل شه
لا دې لافې لباسي وي نیت دې نور که
یا مې عقل سیده نه وینې احول شه
د زیړي کاکا په ګور لاسونه کېږده
قدیمي مهر دې شته که اوس بدل شه
یو ځل مخ په مخ قیصې له یاره وکړه
له ګیلو مې لبالب د زړه بغل شه
نهایت به همه تن په لمبه وریت کا
د غم اور مې په سینه کې هسې بل شه
خو به ګرځم سرګشته په شپه د هجره
چې په لاس مې د وصال خفته مشعل شه
زړه مې هسې سحرګرو چشمو خپل که
که هر څو ښایسته مخ راته بسل شه
نور اسباب د حسن ځي له هغه مخه
په ما ټویو چې بدل د څڼو ول شه
صد هزار بتان مې ولیده په سترګو
د ښه مخ کاسه موجوده ابِ تل شه
چې په سر یې نشان وخوت د سندلو
په لیده یې تفرقه مشکي اوربل شه
د ثبات قدم یې ټينګ په مکان نه که
له جبینه قراري ګډ په کاکل شه
غلیمان په قابلو کله کوتاهي کا
خلاص دې شاه د ښاپیرو په ډېر جدل شه
شاه د حسن په غرمه تکل د کوچ کا
چې خراب د اوربل چتر په سندل شه
سل رنځونه هویدا خلق پرې وژني
سور صندل په ازل حسن ته اجل شه
د ښایست نوبت اخر شي پسندلو
ځکه وار د صندل پس پیکی اول شه
جونه ولې هومره غاو کا له دړیو
که یې نه په ملک د زیب صندل خلل شه
هجري چا چې په ښه مخ سترګې خوږې کړې
خوږ جګر د تاسف په ژرنده دل شه