

اشرف خان هجري
چاپيره زلفې زندۍ مخ دې ګلذار شه
ما ګلونو ته کتل زړه ګرفتار شه
څه عجب لکه ځنځير سره حلقې دي
کافور ګل د مشکو غص نوبهار شه
ته د ناز رفتار کوې په چمن ګرځې
په ادب منګولې وا درته خیار شه
سیاد درنګ کا کتې شي ګل صنمې
تا له شاخه بېلوه په کف دې خار شه
آئینه دې روبرو همه ګلذار کړه
مخ دې ګل ساتې و ګل ترې نمودار شه
د سرو زرو خوشبويي له اصله نه وه
تر صندل بوی واخلي چندرهار شه
سره لعلونه دې حجاب په مرغلرو
ګوره مینه د سپرې ګهربار شه
صفا وچولی دې ترش وینم دلبرې
په جبین دې ګوندې وزن د خال بار شه
ستا د مخ په لمبه زه محبت وسوم
تکبر دې بولاق که ځکه په نار شه
زما منع ستا له لوریه ده مشکله
منصور کړه د عشق خبره څو په دار شه
راشه څه خو د روهي خبر تحقیق کړه
چې بې تا یې عمر څرنګه دشوار شه
صبا هسې رنګینه د دنیا دار که
چې زیبا یې د بقا تر معذار که
نسیم ژغ په هوا وکه چې نوروز شه
په هوس یې زمکې وا د زړه اسرار که
په دا زیری د خزان نتلیو جونو
لون لون اماده نوی سینګار که
د باغ نس همه دوکان شه د ګوهرو
بې قیمته زمرد راغ و کهسار که
چنبې زیر ګلونه وزوول له تنه
هر یو ډکی یې نمونه د چندڼ هار که
راشه ګوره شګوفه د په ښاخ د ونو
چې زینت یې وچ لرګی د دُرو تار که
په دیدن یې شتاب بویه طالبانو
انار بن په څوکه بل د موسی نار که
توره شپه یې منوره تر صبا کړه
هر غندل چراغ په کف د لالا زار که
بهاري پرنده ټول په چمن راغلل
نشیمن د ځینو نار ځینو چنار که
د وصال په جنت ګډ پس له هجرانه
په هوس خیزونه که کم یې قرار که
ګه جسته جسته په بڼ د ونو راشي
ګه یې خوښ د ونې سر لکه منار که
ګه په نس د ونې پټ شکر د
له هغه چې یې زنده مرده بهار که
تمیز کله د واف کیږي له طیورو
هر طائر په سرود تن لکه هزار که
له طوطا فاخته تیری کا په ویلو
په چغار و هزار پړ ژبی دُسار که
په ډم ډم ډډه مرۍ بورا نائي شه
په څو رنګه نداګانې یې منفار که
هر یادول پکنګو زېړ سیر د باغ که
طوطی تن په سالو پټ د هندوبار که
هسې ګشت په ریاض کا سندرې بولي
ګویا جونو سیر باندې په ګلذار که
ما وې خال و خط د یار په ونه وینم
چې بورا په مینه چپ ګل د انار که
سبزه پورته چې دا حال مشاهده شه
په حسد یې دا بیان د زبان یار که
د ختن ناوې پیدا شوه له اناره
حبشي قل یې جوټه سیب د عذرا که
مینا ژغ ورباندې وکه ظاهربینه
سزا وار دې په دا قول ځان د وار که
که بورا په تنه تور زړه یې صفا دی
نوم یې ځکه مشهور د عشق په کار که
هغه دم چې شیرین تله له دې جهانه
نه چا تن پسې فدا نه یې بیمار که
چې فرهاد په دا غمګین قول خبر شه
سر یې دوه پارې د تیشې په ګذار که
رنګ و ذات یې کله سم و له خسروه
محبت شیریت ته ښه والا تجار که
ده چې بوس د ګل کاوه نظر یې نه وه
چې تر چپ یې اول تن تر ونې جار که
ته چې نه یې لا خبر د عشق له سره
ګرځه خاورې دې په سر عمر دې خوار که
په هجرت یې حزین کله نن حسد کړي
چې فلک بورا په وصل برخوردار که
هجري حال د منصور کله سرسري وه
ډېر مینې ژغاوه څو یې په دار که