...

اشرف خان هجري

مرده دل دې حیات مومي له ګفتاره

د قالین ویده پرې جل کړی بیداره

بادشاهان په مال و ملک متکبر دي

په خپل حسن ته غره له شهریاره

د ځیګر په داغ رنګین ګل لالا شه

تل همسر و یې ادب ستا له رخساره

ننداره د باغ کوي برقه پسر کړي

چې ګل بوی په دماغ صاف لږي یکباره

شمشاد سرو دې له قده نه خجل دی

زرکه لا ده شرمنده ستا له رفتاره

مشکی زلفو دې سونا کړه منفعله

په لکۍ یې کچک پتاله ده د ماره

په نخوت طاوس کتی په اور دې وسه

تش صورت په تیږه ناست د مخ له تاره

نسیم ستا د تنه بوی په چمن تېر کا

غنچه فم په درود وا کا بې اختیاره

حنا رنګ د شونډو رنګ سراسیمه کړ

لاس دې نیسي کله پښې ګوره د داره

که مقصود یې ستا د پوزې نته نه وي

مرغلرې به رانغلې له بنجاره

د خوبۍ خبر دې هر چیرې روشن شه

په هوس دې لعل راغی له کوهساره

مخ دې بدر مهر لمر اوربل فلک شه

په شماره دې ستوری زیب کوي بې شماره

کرن پهول دې مشابه له سر و پا دی

د سیس پهول په دیل وردې څو قطاره

د ټیکې مچلۍ رسته لکه میزان دې

له یاقوته د عالم په زړه افګاره

که زینت د مخلوقات همه محضور کړم

واړه هیڅ د دلبرانو تر سنګاره!

چې عاشق معشوق په دا شوق پیدا کړې

خدایه بیا یې بېلوې د څه لپاره

د بهشت حورې که لږ د دې په نګ وي

ښایسه به چا بیوې له دې دیاره

یوه شپه خټک په خوب لیده په خوا کې

لا تر اوسه یې ګل بوي ځي له کناره