...

اشرف خان هجري

چې دې مینه په زړه ډېره د دنیا ده

اندېښنه دې بهوده واړه خطا ده

که د زړه صفا دې شته باور به وکړې

له دروغو ډېره لرې دا وینا ده

لاس په لاس به دې شي زویو ته پاتې

لکه تا و ته چې پاتې له بابا ده

ته چې تل په نسل ناز کوې غریبه

ناز دې وړه خطايي ومه رجا ده

همه مرګ لره پیدا ستا پرې څه دي

خیال د موت پرې کوې چې یې غزا ده

که ورغومی د مرۍ له درده ژاړي

د قصاب یې و کشتن ته تقاضا ده

چې هلک له نسه پریوځي بې خبره

په لومړي قدم یې تل ځکه ژړا ده

وایي دا په هسې بد ولایت راغلم

چه کرده یې سر به سر واړه بلا ده

څوک چې درومي له فنا نظر دې نه وي

په ورستي نفس یې تل ځکه خندا ده

وایي شکر چې په هسې مزل راغلم

چې له خیره یې مملو همه فضا ده

اوس به څشکل دانا طمع د خوشۍ کا

چې دنا په ازل غم لره پیدا ده

په دا باد عمر به څه باور د چا وي

چې بقا یې ډېره تنده تر صبا ده

نهایت په هر بهار پسې خزان دی

دا وینا کله نهانه له دانا ده

په زینت چې نخوت کا اخر یې څه شی

لکه ګل قبا یې خاورې بیا هبا ده

حق ناحق ګردون یې رانیسي په جور

ځواني کله له چا لاړه په صلا ده

په یو دم یې فلک ورانه پسندل کا

که د تورو زلفو بس ډېره هوا ده

چې تر بدو تل کینه کا له صالحه

هغه زشت مزل که وایې د فنا ده

دا غرا قصیده جوړه په کړکسي شوه

سنه غین او قاف یې نښه د انشا ده

سخندان دې شماره کا تر اخره

په شل دوو حرفو یې بن هره مصرا ده

د حساب په ترازو دې موزون کا

که پوره په عدد وخیژي مجرا ده

هجري څه به زړه تړې په دا نابوده

تر لالا یې لا ومه د بود پتا ده