

اشرف خان هجري
د صفي اولاده مټ کاڼۍ یکباره
کار زما په رضا نه دی خدای دپاره
په احوال مې څوک نظر د عدل نه کا
هر زمان ژړا کومه له ادواره
په ګردش یې پایمال د حوادث کړم
لاس مې نیسي نصیبه د شنه عذاره
چې یې نن په بنده ګا د ګردون دور
امان وشه د هر چا له دې ناتاره
هسې چارې په ویښوالي وکړه راشه
چې په خواب راته هرګز نه وه د وڅاره
د فرقت یوې مې دل هسې سادین کړ
چې یې بیخ د عیش یوړ د غم په سپاره
د لیلا بیلتون د قیس هسې نه وه
لکه زه یې په هېواد کړمه له یاره
فرهاد یوځل د فرقت لښکرو مړ کړ
ما بې دوده هر نفس وژني دوباره
ادم خان له درخو کله هسې ورک وه
لکه زه یې له دلبره کړم هوشیاره
دوره ته به دوه مین سره پرې نه دې
چې نازو دې له قطب کړه ویزاره
چې یې تل د مین یاد زما په زړه کا
لیوه کله هسې کاله خبله شکاره
د یعقوب له باغ ګل سپهر بیل که
په ژړا یې سترګې وویستې له کاره
همه تن به یې زلزل لکه پاره وه
که زما په دود جدا وی له بهاره
څوک دې نشي هسې ګم له خپله دیسه!
لکه دهر زه بعید کړم له دیاره
دوباره به د یار دید میسر نشي
چې یې بر د عیشه واخلم له کناره
د یار وصل په ما اور د فرقت بل کړ
ناخبر دې خرم وکا له دې ناره
نن چې زه ماتم کوم د یار له هجره
بلبل کله هسې ویر کا بې ګلذاره
هره ورځ به د ځیګر په وینو سور کا
نوبهار که هسې دور شي له هزاره
که د غم صورت مې وویني په چشمو
صلابت به یې ساکت کا له ګفتاره
څو مې حال د هجر ولید په دعا یم
چې په غم یې څوک اخته مه کړې ستاره
چې دې هر عیش بهار په غم بدل کړ
هسې ولې کړې فلک کج رفتاره
مشک ناب مې دې ابرش کړه په کافورو
نور دې بیل کړم د زلمیو له قطاره
یو فتنه دې ویده نه وي خودپرسته
لا بتره راته بله کړې بیداره
لکه زه دې په اتش د جور وریت کړم
سزا بیا مومې جابره شهریاره
فراق وړې نور به راشي په سترګو
که باد شم دا عرق راوړي له نامداره
چې ګل ګشت دې په لمن د هجري یار کا
نوبهار دې پرې مړ مه شه کړماره!