...

اشرف خان هجري

مهرګان سحر پیدا که یې هنر که

چې په دم یې شین لباس د چمن زر که

زرکشي زیور یې روغ کړ لون لون

په هنر یې شرمنده پخته زرګر که

د چمن جونه یې ناوې کړې له څیرمې

هر اعضا یې منور په سره زیور که

د زینت لمبه یې هسې شوه بلنده

چې ابرش یې شین سپهر په اخګر که

بازیګر سپهر جوش وکړه له درده

په دا حالِ خبردار نحس اکبر که

هغه نحس د غم تاخت ورباندې وکړ

د ریاض ملک یې همه زیر و زبر که

له یوې یې غوټیالې په جور کوز کړ

له دویمې یې په زور اخذ بې سر که

په تاراج یې د حسد لښکرې هو کړې

نه یې چا ته زر معاف نه یې ګوهر که

هره ناوې چې رنګینه په ګاڼه وه

د ستم په تېغ یې بېل له تنه سر که

هغه ناوې چې ولاړې په مخمل وې

په عوض یې د مخمل تراب بستر که

چې زهره په دا ستم شوه خبرداره

په دا حال یې بخشنده مهر خبر که

مهربان مهر له ډېره عاطفته 

اماده یې په رکاب څړه لښکر که

د یوسف غوندې له دلوه هویدا شه

یونس وارې د ماهي نس مستقر که

شمینه منال نس مستقر که

شمینه منالِ واخیست له ماهي نه

و بره ته یې ځان جوړ لکه چپر که

د شرف په کرسۍ کېناست په بره کې

له اعلی یې واسفل و ته نظر که

رنګارنګ فیض یې واچوو په سیمه

آبستن یې په اصلي لعلونو غر که

له مجاره یې بخار په هوا خور کړ

په نیسان یې سما تور لکه غبر که

سفلی مور علوی آبا کړه اآبستنه

زوی لوڼو یې له نسه سر بدر که

ونو څانګې پوشیده کړې پتو پتو

د هر برګ شکل مجنون لکه نشتر که

سروِسل لیندې مودې کړې له تنه

زرو که کنګل په لاسو نیلوفر که

مګر نیت یې د جنګ ریز دی له رجله

چمن هر زوی ښکاره لکه خنجر که

هسې شنه تیغونه یې وزول له زمکې

چې یې باغ کان د فولادو سر په سر که

رنګ ریزان د بهار راغله له غمامه

شین ریاض یې مرصع په ډیر اختر که

د زینت اسباب یې جوړ که سر د سره

د چمن اولاد یې زېړ ځینې احمر که

ماه چې ننیت د وغا ولید له ریاضه

له هیبته یې په لاس د هاتي سپر که

دا غوغا چې یې تر غوږ شوه له رافته

په تالاب باندې حاضر سپنخر صرصر که

خار و خس یې کناره که له عذاره

په جوشن یې پوشیده مخ د شمر که

قمرۍ پښې په حنا سرې کړې سترګې تورې

مبارک یې د هر طیر دا اختر که

د سرود فتوه طلب کړه سرګوځیو

قاضي واف یې مهر پورې په محضر که

د ښادۍ غزلې دوی کړې په سندرو

د شاخ سر یې نشیمن لکړه منبر که

ویې تل به تماشه د بهار نه وي

په دنیا یې جیش غم عیش یې کمتر که

نن زینت د چمن ګورئ بلبلانو!

چې تازه ملو په عون راته لمر که

نوبهار خزان به روغ نشي په دور

رب یې حد د عداوت روز محشر که

د هر شي عمر بهار دنیا ریاض ده

په بهار پورې خزان یې مقرر که

د هستۍ ونه چې هسکه شوه خټکه!

مرګي دهر ورته جوړ لکه تبر که