

اشرف خان هجري
راشه مه کړه اې خاطره جګې جګې
زر له سره بېهوده فکر جدا کړه
د غفلت په خټه ګډ کړې د مال مینې
که مردانو غوندې مرد یې ورته شا کړه
د هوس بتان دې بس په زړه میشته دي
دا همه په توره غوڅ د لا اله کړه
رب ویل کا ما ته لار درازه نه ده
خو یو لام د مال عدم بقیه ما کړه
مرګ مهلت له هیچا نه کاندي خټکه
څو لانه دې مخامخ زاد مهیا کړه