

اشرف خان هجري
چیرته ولاړه هغه ښه مین یاران
چې به تل وو په مجلس سره خندان
د هر یار په مکان ورشم نه یې مومم
ځای یې ووینم د ناستې ولې وران
په هغه ځای چې مو تل سره خندا کړه
نن سیلاب کړمه د اوښکو یې روان
ته په کومه طمع هومره بېغمي کړې
چې لرې په مخکې ګور غوندې زندان
لکه ته چې یتیم پاتې وې له پلاره
ستا به هم شي زامن هسې یتیمان
دینوي چارې صبا لا خوب لیده دي
محبت یې لېونی کا یا مستان
تا به کله زنده پریږدي په دنیا کې
چې یې بوتله په نوبت ستا بزرګان
ګور د حال په ژبه تل وایي و تا ته
بنده څو به ته ښادي کړې په جهان
که هوس په طویله کړې د تازیانو
ګهې ټول کړې طمطراق لره فیلان
ګه د جاه په کروفر هسې غره شې
چې سیال نه ګڼې په مځکه څوک د ځان
کله ګرځې په طلب دلبرې غواړې
ګهې لاپ تماشه وکړې د بوستان
څو به سیر په صحرا کله د باغ کړي
راشه ګوره نتلی مرګ اخوان
تن په تن یې برهنه زما لقمه کړه
ترې یې رانیوه همه شوکت و شان
چې تر تا اول یې کړې دا هسې چارې
واړه نن زما په نس کې دي پښېمان
تر ابده دې ځای زه یم د استوګنې
له ما ولې کړې اخر هسې نسیان
یو نفس ناسته زما د څنګه وکړه
چې در وښېمه همزولي عزیزان
ډېر به ووینې په توره تاریکه کې
ښایسته زلمی بې وسه بندیوان
یو یې نه وړ څه حاصل له دې جهانه
مګر سل زره داغونه د هجران
د سکوت مهر مې جوړ په هسې خولو کړ
چې بلبل یې شاګردي کړه د زبان
تر ګیدړ مې نن بتر کړه که یې ګورې
لوی همت چې یې ګیدړ ګڼل شیران
چې هرګز یې غسل نکړ بې ګلابو
اوس یې خط په غوښو کا زما کرمان
د شاهانو په سر ګرځه ادب مه کړه
میرتزک ورسره نشته نه دربان
په جهان کې ستم ګروه لاس د بر دی
چې رضا هسې یې نسه تر ګریوان
چې په تن یې د ګل پاڼې دُرشتي کړه
په حیات به تا بلل پسته دهان
هغه تنګې خولې یې ډکې دي په خاورو
ګوره اوس زما په نس کې دلبران
لکه زغاښت یې په حیات د دوی کتو ته
له دیدنه به یې نن شي ګریزان
اوس که ست د بوسې وکا په زاریو
ترې به وتښتي بېشکه عاشقان
له دروغه ډېر بعید وینم بېشکه
دا مذکور چې مفصل کړه ما بیان
که منکر نه یې په زړه له دې ویلو
تار دې ولې هومره اوږد کړ د ګمان؟
چې ایمان په دا لرې هوس به څو کا
زه هر ګور په دا خبره یم حیران
د حرص نیلی دې ډېره سرکشي کا
په هر لوري بېهوده وینم دوان
دواړه واګي یې د صبر په لاس نیسه
دراز نه دی د شیرین عمر میدان
ارایش د بې وفا کورونو مه کړه
قدیمي وطن ته استوه سامان
د جهان نقش و نګار همه باطل دی
فریب مه خوره په زینت د اینُ آن
توښه کړه د ښه عمل فایده نه کا
پس له مرګه بیا د ښه عمل ارمان
غنیمت ګڼه فرصت زېرمه د ځان کړه
مرګ رخصت د امان نه کا یو زمان
ځامن لوڼه عزیز کله پکاریږي
هلته مه شه مسلمان ته مهم ګران
د هر یار موت جرس په تا خبر کا
په معنو یې نه پوهیږې ته نادان
د غفلت په خوب ویده کله به ویښ شې
رفیقان دې په سر لاړه د کردان
د احمد رسول په حق دې وه یا ربه
خطا مه کړه د خټک بنده ایمان
بلکېدا دعا یکسانه ده په واړو
ایمان مه شه ګم هرګز د مسلمان
د عمل پټۍ دې توره په ګناه کړه
هجري وینځه یې د اوښکو په باران