...

دروېش درانی

پرون ما لیدلې پېغله وه که حوره

غټي سترګي چې يې ډکې وې له نُوره

بې اختیاره يې نن راغلم د کور خوا ته

ور ته ګرځم کله مخته کله شا ته

زړه مې وايي که هغه د بام  له سره

دلته و ویني ما داسي در په دره

په خبره ګوندې پوه شي دا پخپله

چې زه ګرځم په دې ځای کې داسي څله

زړه يې و تخنېږي، شي لږ ناقراره

لاندې راشي مخ ته و نیسي هینداره

په نریو ګوتو سم ورېښمین اوربل کړي

را اوچت د دروازې و خوا ته پل کړي

بیا را خلاصه ډېره ورو ورو دروازه شي

د سپوږمۍ رنګه يې مخ ترې را ښکاره شي

په لټون يې ترهېدلی شان نظر شي

چې کوم وخت زما پر سترګو برابر شي

څه مسکا يې پر سرو شونډو را خوره شي

بېرته ننوزي او بنده دروازه شي

خو چې ځي، زما زړګی ور سره واخلي

ما راوړی دا غمی ور سره واخلي


پرون ما لیدلې پېغله وه که حوره

غټي سترګي چې يې ډکې وې له نوره

بې اختیاره يې نن راغلم د کور خوا ته

ور ته ګرځم کله مخته کله شا ته

په دې هیله چې زړګی به له ما واخلي

ما راوړی دا غمی به له ما واخلي

مګر وېره شته چې دا رنګه و نه شي

چې زه نه غواړمه هغسي کار وشي

ناخبره وي هغه له دې پخپله

چې زه ګرځم په دې ځای کې داسې څله

په خپل کار وي بوخته دغه ملغلره

په دا وخت کې شي ور یاده څه خبره

په دې نیت له خپله کوره را بهر شي

چې د خپل یو ګاونډي کره لږ ور شي

زه ولاړ یم او دا شي تر ما تېره

بې خبره، بې پروا شي تر ما تېره

دا ونه ګوري چې دغه اوس څه شی دی

سپېره بوټی دی که کاڼی که سړی دی

په دا توګه مې زړګی کړي تر پښو لاندې

ما راوړی دا غمی کړي تر پښو لاندې


پرون ما لیدلې پېغله وه که حوره

غټي سترګي چې يې ډکې وې له نوره

بې اختیاره يې نن راغلم د کور خوا ته

ور ته ګرځم کله مخته کله شا ته

وېره شته چې مې زړګی کړي تر پښو لاندې

ما راوړی دا غمی کړي تر پښو لاندې

او کېدای شي چې تش دا رنګه ونه شي

تر دې پېښي لا هم لویه پېښه وشي

چې خبره په دې راز شي هغه کله

چې زه ګرځم په دې ځای کې داسي څله

نو له ډېره قهره اور واخلي لمبه شي

په رښتیا یوه پتمنه پښتنه شي

چې را وزي نو په لاس کې يې توپک وي

څو ګولۍ يې ور وستلې وي او ډک وي

سمدلاسه دا توپک و ما ته سم کړي

د ګولیو مخ چټک وما ته سم کړي

پر ما شه باندې پرته ګوته را کش کړي

قیامت جوړ شي چې یوه ګوته را کش کړي

په سینه کې مې زړګی کاندې په نښه

ما راوړی دا غمی کاندې په نښه