

دروېش درانی
ستا آواز راته چې ما لره را درومه
په واړه قدم مې خوا لره را درومه
خو پر ما باندې موسم د ماشومتوب ؤ
ماشومتوب څه ؤ، د ويښي عجب خوب ؤ
نه مې تا ته، نه مې ستا آواز ته پام ؤ
شوق د لوبو مې ملګری په هر ګام ؤ
وم به زه په غورځو پرځو تل تر تله
دې خبري ته مې نه کتل هیڅکله
چې دا څوک دا هسې ما و ځان ته بولي
دا آواز مې اوس وکوم جهان ته بولي
که ورځم د څه دپاره به ورځم زه
پر کوم رَو، پر کومه لاره به ورځم زه
دروازه يې د محل ده وکوم لور ته
ننوزم به يې څرنګه و کور ته
خو سره له دې چې پوه ورباندې نه وم
در روان ستا و طرف ته بیا هم زه وم
ناخبره د ماشومتوب تر حد در تېر شوم
زه د ويښي د دې خوب تر حد در تېر شوم
د ځوانۍ پر مځکه ولګاوه پل ما
د ځلمي په توګه پېل کړ خپل مزل ما
ستا آواز راته چې ما لره را درومه
په ډاډه زړګي مې خوا لره را درومه
مګر زه وم د ځوانۍ په تازه باغ کې
خوشبويي مې د دا باغ وه په دماغ کې
په خوندونو د جهان مې خُله خوږه وه
دا دنیا هغه وخت داسي ښايسته وه
چې مې خور د لېمو مخته نُور او رنګ ؤ
غوږ مې خوا ته د نغمو د شرنګا شرنګ ؤ
پام مې نه ؤ چې ما څوک و ځان ته بولي
کوم آواز دی او ما کوم جهان ته بولي
که ورځم نو څه دپاره به ورځم زه
پر کوم رَو، پر کومه لاره به ورځم زه
دروازه يې د محل ده وکوم لور ته
ننوزم به يې څرنګه و کور ته
خو سره له دې چې پوه ورباندې نه وم
در روان ستا و طرف ته بیا هم زه وم
د ځوانۍ تر حد در تېر شوم ستا وخوا ته
تر پخوا زیات در نزدې شومه و تا ته
د زړتیا پر مځکه ولګاوه پل ما
د بوډا په توګه پېل کړ خپل مزل ما
ستا آواز راځي چې ما لره را درومه
په ډاډه زړګي مې خوا لره را درومه
ما نیولی اوس و دې آواز ته غوږ دی
را نه لري د اومې دنیاګۍ زږر دی
یم ولاړ د دې زړتیا پر سپېره مځکه
رنګ و شرنګ دی دلته ورک، خوشبويي ورکه
دی هر شی په بله خوا مخ اړولی
ښه په ټینګه يې له ما مخ اړولی
یم اوزګار چې اوس نو ستا خبره واورم
یم تیار چې اوس نو ستا خبره واورم
او خبره دې هم ده را ته معلومه
راته وايې چې بس ما لره را درومه
هسې وم خو در روان زه له پخوا نه
پېښه دا وه چې خبر نه وم له ځانه
نن خبر یم چې روان یمه و چا ته
ډېر مزل مې دی در کړی ستا و خوا ته
رسېدلی یمه پای ته اوس د لاري
دروازه ستا د محل و ماته ښکاري
ګور یا قبر یا لحد يې خلک بولي
د اومې دنیا سرحد يې خلک بولي