...

اشرف خان هجري

ځکه تل د زړه له جوره په فغان یم

اسیر کړی یې په چاهِ زنخندان یم

د خلاصي طمعه له چا وسیله څه کړم

کېوتلی د خوني مخ په زندان یم

مګر باد یې زلفې راوړي په دا لوري

منتظر یې د عنبرو په ریسمان یم

تل ژړا ځکه کوم د شاه له سترګو

چې ویشتلی یې د غشیو په کمان یم

نه نه جور یې دا نه لکه مې ووې

په ویلي بیت یې زر ځله پښېمان یم

مستې چشم یې ترکان دي قصابي کا

مخامخ یې زه ولاړ مږ د قربان یم

د جهان ښکلي مې خس شو په نظر کې

څو ناظر د مستې شا په دوه مرجان یم

چې په تاب یې زړه او تن پاره پاره کړ

د ښه مخ ضیا د وږمې زه کتان یم

شکیب څښکل ستا له دره کړم دلبره

محبت په لاس نیولی تر ګریوان یم

که یې زړه په ستم نه دی زما وړی

په جناب یې ولاړ ولې هر زمان یم

د بوسې په خواست یې قهر راته وکړه

په غضب یې لا تازه د ګل تر شان یم

په مستۍ یې نته ماته کړه یارانو

په ناحق یې زه نیولی په تاوان یم

دا مهینه قصیده چه مې انشا کړه

عجب کړی په اشعار قلندر خان یم

ما یې شعر هسې ډک له فخره ولید

چې حیران یې د شاعر په دا ګمان یم

همره کبر بډايي کا په خپل شعر

وایي ښه په دا هنر د شاعران یم

د پښتو ژبه مې ناوې کړه په نظم

د مغلو په شعر هم عالي مکان یم

خوشه چین د بښتو ژبې شاعران دي

زه دهقان د بلاغت فیض رسان یم

دی عطا د وږو کا واڼې یې نشته

خندا وړی په خطا د دې دهقان یم

سر تر پایه مې یې کشت همه پره کړه

نه شکي په یو خوشه نه یې په دان یم

د پښتو شعر یې سم له ډېرو نه دی

د مغلو شعر لا پوی حیران یم

یا شاعر چې دا غزل وایه کیفي وه

یا یې زه خوبۍ ته نه رسم نادان یم

شاه د شعر په پښتو ژبه هغه دی

چې یې زه حلقه بګوش د شاګردان یم

دی په ملک د نظم شاه باور پرې مه کړه

که مرزا د ګوره ژغ کا چې سلطان یم

څو میږی غوندې یې پروت یم په جوس کې

شاعران همه میږي زه سلیمان یم

ما هجري ته یې هجران دکن لمبه کړ

ځکه تل د یار له غمه درفشان یم