...

دروېش درانی

نه ځان بولم ملایکه او نه حوره

زه بېوزله یم د بل کره مزدوره

هره شپه چې دلته تېره شي، سهار شي

د دې کور ویده وګړي را بېدار شي

بیا نو خلاص له هره غمه وي دوی واړه

دغه کار يې وي تنها زما په غاړه

چې بستر د هر یوه پر خپل ځای سم کړم

په خپل لاس سره يې ښه پر خپل ځای سم کړم

داسي ګرځمه ورو ورو خونه په خونه

سمومه پکې ښکلي بسترونه

چې دا رنګ کړم بستر سم زه د هر کشر

بیا نو لاړه شمه خوني ته د مشر

د دې کور د مشر ډېر ښکلی پالنګ دی

تر هر حد او حساب تېر ښکلی پالنګ دی

په لیدو د دې پالنګ شم زه ناښاده

سمدلاسه دا خبره شي را یاده


چې وخت څومره بدل کړی نن خپل رنګ دی

د لرګي نه چې يې جوړ دغه پالنګ دی

د هغه ځنګل مالک زما نیکه ؤ

لویه خدایه! هغه وخت به څومره ښه ؤ


نه ځان بولم ملایکه او نه حوره

زه بېوزله یم د بل کره مزدوره

هره شپه چې دلته تېره شي، سهار شي

د دې کور ویده وګړي را بېدار شي

بیا نو خلاص له هره غمه وي دوی واړه

دغه کار يې وي تنها زما په غاړه

چې دا کور په سمه توګه را جارو کړم

هر دېوال يې د ښيښې په رنګه پُو کړم

په لږ وخت کې يې هر فرش وي ما مینځلی

نه وېښته وي چرته پاته او نه خلی

صفا کړې مې وي خونه د هر کشر

بیا نو لاړه شمه خوني ته د مشر

په دې خونه کې يې ډېره ښه غالۍ ده

تر هر حد او حساب تېره ښه غالۍ ده

په لیدو د دې غالۍ شم زه ناښاده

سمدلاسه دا خبره شي را یاده

چې دا ښکلې غالۍ نه ده ډېره نوې

له وړۍ نه چې يې دا ده جوړه شوې

د هغې رمې مالک زما نیکه ؤ

لویه خدایه هغه وخت به څومره ښه ؤ


نه ځان بولم ملایکه او نه حوره

زه بېوزله یم په دې کور کې یم مزدوره

په دې ځای کې که څوک لوی وي که کوشنی وي

په دې کور کې که څوک ښځه که سړی وي

زه یم اړه، احترام به يې کومه

بله لار نشته سلام به يې کومه

چې سهار د دې کور مشر ځي بهر ته

غاړه هسکه کړي، غرور يې را شي سر ته

هغه وخت نو زما حال بیا د کتو وي

داسي ښکاري لکه سا مې په ختو وي

ده لازمه چې بس غلې یم ولاړه

یو طرف ته سانیولې یم ولاړه

دغه هسې حال مې ډېره کړي ناښاده

سمدلاسه دا خبره شي را یاده

چې یو وخت د دغه مشر یوه نیا وه

میره نه وه، سکه مور يې د ابا وه

هغه هم نه ملایکه وه، نه حوره

وه په هغه ښایسته کور کې مزدوره

چې مالک يې زما خواري ستر نیکه ؤ

لویه خدای! هغه وخت به څومره ښه ؤ