

دروېش درانی
ته د ګلاب پر پاڼو پروت زه پر اغزو یم روان
ته به تر څو کوې دا خوب، زه به تر څو یم روان
کله چې ته راغلی نه يې تر هغو یم زه ناست
کله چې و نه رسم تا ته تر هغو یم روان
خود به مې ګرم ګڼې اشنا! تا ویل ځه په منډه
زه ستا له کوره یم روان مګر ورو ورو یم روان
موږ جنګ ځپلو ته سېلاب هم یو لښکر ښکارېږي
تُوره مې واخسته او مخته د اوبو یم روان
ژوند بس تر هغه وخته ژوند ګڼم دروېشه چې زه
پر خپله مځکه یم روان، پر خپلو پښو یم روان