

دروېش درانی
اوس به ترې چرته ځو، دلې واړه را و رسېدل
بېوزلي، وېره او ویر درې واړه را و رسېدل
دنیا خو وه بس یَوه لار، لمر به د ورځي تېر شو
روښانه ستوري به د شپې واړه را و رسېدل
په حال خبرو خلکو هله زه په حال خبر کړم
چې دښمنان تر دروازې واړه را و رسېدل
دننه نه شول خپل خپل زړه ته ستا د دید د پاره
دا ساده ګان ستا تر کوڅې واړه را و رسېدل
تږي غمونه مې څښي وینه د زړګي دروېشه!
دغه مرغان تر دې چېنې واړه را و رسېدل