

دروېش درانی
په کږو سر شو کله هم پر سمه لار رانغی
زړه د کار شی ؤ مګر ما لره په کار رانغی
زما په خیال چې ؤ څراغ هغه د شپې بل نه شو
زما په فکر چې ؤ لمر هغه سهار رانغی
چا چې زړګی یووړ له ما هغه دا ظلم وکړ
زما د سر وړلو د پاره دویم وار رانغی
چې خزانه په دې ویجاړه کنډوالو کې نشته
دا به مو هله زړه ته ولوېږي که مار رانغی
په تګ دې وايي دروېش، اَخ د زړګي توان مې درومي
په نه راتګ دې وايي اُف د زړه قرار رانغی