

اشرف خان هجري
چې نیولی یې د مینې په تاوان یم
ټینګ تړلی یې د زلفو په ریسمان یم
چې په سترګو یې مئین شوم پرې مې وژني
هسې هم مسلماني د مسلمان یم
په غوښتو مې یې د چپ سترګې کړې کوزې
ګستاخي مې وکړه ډېره پریشان یم
ما یې لاس نیوه په ویره خوله یې راکړه
د ډیلي تر باددشاهۍ نه پرې شادمان یم
په ستم زغمل یې هسې سترګو شوخ کړم
چې خبر په ظلم کله د اسمان یم
هیڅ له مرګه ویره نکړم ورته ګورم
زه بلا مئین د شوخو په چشمان یم
خودبخود زه هسې نه سوزم دلبره
چې محتاج دې د سرو سترګو د دامان یم
نوی طرز مې په پښتو ژبه کې وکړه
د افغان په شاعرانو کې سلطان یم
په پښتو کې چې څوک دم وهي د شعر
خوشه چین مې دی د څیرمې زه دهقان یم
د پښتو ژبې مې اب ورکه په شعر
د فارسۍ شعر چې نه وایم افغان یم
چې زما متاع څوک خپله متاع نه که
امیدوار د دې خبرې له یاران یم
ما د عجز سبق هسې دی ضبط کړی
چې انځور د مهوشانو د ګمان یم
تر خپل خوی پورې ناچار یم قلندره
عاشقي توره بلا زه یې خواهان یم