...

دروېش درانی

ځي په بدو کې تر پایه، نه وېرېږي

دا امت هم اوس له خدایه نه وېرېږي

چې وي پروت پر خزانه هغه خو مار وي

دوی به ولي له بډایه نه وېرېږي

دا وطن داسي وطن نه دی اشنایه!

چې اشنای به له اشنایه نه وېرېږي

زه وېرېږمه که نه، ته ښه خبر يې

خو دښمن وته مې وایه، نه وېرېږي

دروېش اوس هم مار تر ستوني نیوی نه شي

دومره ده چې ترې له ورایه نه وېرېږي