

دروېش درانی
ستا نوم يې واخست او له دره و ووت
د لښکر مخته بې لښکره و ووت
بیا به له ما د غفلت خوب شړي څوک
که مې اغزَی د زړه له سره و ووت
زړه يې را نه کړ، یار زما له کوره
یووړله بېرته دا ډبره، و ووت
دروند ؤ چې ستا غم يې په زړه کې پروت ؤ
سپک شو چې ستا خیال يې له سره و ووت
دروېش پر تورو بلاګانو واوښت
چې کوم ساعت ستا له نظره و ووت