

دروېش درانی
تر سر لاندې يې وه توره، دَی ویده ؤ
تا چې مور کړه باندې بوره دَی ویده ؤ
مخامخ راته بلا وه زه ولاړ وم
وه يې سر ته ناسته حوره دَی ویده ؤ
د ماشوم سېلاني مور په کور کې نه وه
ور ته ناسته وه مزدوره دَی ویده ؤ
له غفلته چې يې واړه اولس لوټ شو
دی دا مشر بې قصوره، دَی ویده ؤ
ؤ دښمن خو ما چې وار باندې و نه کړ
ای دروېشه! وم مجبور دَی ویده ؤ