

دروېش درانی
یار ځکه د شونډو د شکرو ما ته ست کوي
مال چې ور کوې د خدای په لار کې برکت کوي
کاڼي ته چې لاس کړم نو له پاسه دا آواز راشي
څله يې د خدای له ذکره باسې، عبادت کوي
زړه که ور سپارې نو بېرته په ګوتو نه درځي
ښکلي همېشه په امانت کې خیانت کوي
چا تُوره اخستې ده په دې دنیا خپل حق غواړي
څوک و دې ته ناست دي چې حساب به په قیامت کوي
زه د شک په سترګه د لستوڼي ما ته و ګورم
دوی وايي دروېش خو له دوستانو هم نفرت کوي