...

اشرف خان هجري

بود اصل مې پښتون ولې خټک یم

سر تر پایه له نادره فکره ډک یم

له خټکو حسن خیل له هغه ګوره

په نسب سکه وراره د میربازک یم

و خوبي هنر مې څو دی تمیر بویه

په کالو مشر مې ورور د خان برک یم

نام و ننګ مې پسې شا قبله مې نس دی

په حرص تر جهان تیر لکه بارک یم

دین د نیا مې په دا مخ همه تر شاه دی

زه بنده د قاب پلاوه د اثمک یم

زګ و خون همه د ټوم وه جوش یې وکړه

چې جنګي له سکه وروره په ښانک یم

نه حورا د جنت پېژنم نه جونه

په هوس یې سر شندم یار د غولک یم

تر کولک چاپیره مه ګرزه عابده

ګڼه خون به دې په غاړه شي ټوپک یم

خلوته چې حصره غواړې خبر نه یې

زه پدر په نان شندم هغه مردک یم

نه همت د باز لرم نه سونا ګیر یم

جټ اسا په چتیو سر لکه چیپک یم

له ما مه غواړه هنر د شهندانو

که نامه مې میر د باز وه مشګیرک یم

د ښو طمعه له ما مه کوه دروېشه

دا خصلت په سماکین زه په سمک یم

بازه ته چې بغې کړې مګر دې روا دی

زه په ځان د امیر خان صوبه متک یم

قادرخان دې غرور نه که په بولاقو

نن په تاخت د جیش سر لکه اوزبک یم

که غلیم رستم وګیو دی ډار مې نشته

هسې برند د نړیوالو په کومک یم

د نیکونو مقبره مې کړه همواره

کڼه سر د رینونا مضبوط کتک یم

په قطار و ګولو راغلم له عدمه

هم له دې سره بال شم که زیرک یم

د بهبود طمع له ځانه خطايي ده

چې یرک له کوه ګردانه مشترک یم

د وروی نامه راپورې ده ګونګۍ ده

زه که هر څو مبارک لکه بوبک یم

هسې زشت عمل مې ولید له ناکسیو

چې له ګرګه لیده نشي نه پرې شک یم

نفرین سل ځله په دواړو د بهرام شه

لا دې ما په ږیره هم چې یې اخوک یم

ما هجري په هر طرف بې سر و پایه

د نصیب په چوګان بند لکه پټک یم