...

دروېش درانی

که څوک وائي چې د زړه مېنه سینه ده

نو سینه د کایناتو مدینه ده

چې يې نور واخلي، دنیا شي دړي وړي

ستا په لاس کې چې وي روغه آیېنه ده

چې وي ستا په لټون، بې له هغه سترګي

ډوبه شوې بله هره سفینه ده

ستا مَین په خپل وزر خېژي آسمان ته

جوړه کړې ور ته نورو که زینه ده

که جنت ته ځي نو ستا پر لار به لاړ شي

برابره ستا دروېش ته زمینه ده