

امیر حمزہ شینواری
شمعې هم زما په شانې انتظار کړ
د سحر د تبسم نه يې سر ځار کړ
د قدرت ستم زغمه چې لوی استاذ دی
په ژړا يې د طفلانو لا بسيار کړ
په يو وار يې همه راز د ګلشن ووې
يوځل وخنديده ګل ځان يې وزګار کړ
يو او بل ته خندني شي چې ګل راشي
هم د دې بې خبرۍ نوم يې ګلزار کړ
سپک فطرتي دې له عشقه کنار ګرځي
د درياب چپو اخيستی په کنار کړ
شي عذا د محبت له حوادثو
ولې چا که طبيعت ورته نهار کړ
حيف چې قدر د ځوانۍ خو ځواني کاندي
ما کمسنه ستا ځوانۍ ته انتظار کړ
په اصول د اشنايۍ هله خبر شوم
چې څو ځل مې ناقابل د يارۍ يا کړ
لا دې شونډې هم لمدې په ميو نه وې
حمزه ځان دې وچ په وچه پرهېز ګار کړ