

امیر حمزہ شینواری
د تغزلې خيال مې د نېک او د بد سره لاړ
د «ما» او «تا» چې تعين و د حسد سره لاړ
وړاندې چې تېر شومه توحيد مې د توحيد وليدو
هغه الف چې د نقطې و نه د مد سره لاړ
د تعين هله احساس و چې نسبت و په ځای
اوس د معبود هغه نياز د نُونود(۹۹) سره لاړ
علله شک نشته چې لا حد به دې هم حد ګڼلو
مينه چې راغله ستا قياس هم ستا د حد سره لاړ
زه چې څرګند شومه دا واړه کاينات شولو پټ
د اسمانونو نه رفعت زما د قد سره لاړ
تش د خرد نه شو ښکاره رانه وجود د علم
علم زما، په تجرد کې د خرد سره لاړ
اوس نه زما نه څوک پيدا نه زه د چا نه حمزه
چې تنزل مې د احساس د اب و جد سره لاړ