...

امیر حمزہ شینواری

عشقه په ښايښت دې اثر چرته لاړ

ستا له هر اندازه هنر چرته لاړ؟

خلاصه ده صهبا که په راتګ زما

منډه چې ساقي کړه بهر چرته لاړ؟

را مې غلو لېمو ته د اشنا سره

دلته چې اشنا شو نظر چرته لاړ؟

خدایږو په ارمان خو مې دا شک نه و

کاندي چې تل لوبې په سر چرته لاړ؟

وايه شبستان ته د ارمان مې نن

نشته؟ که رانغلو؟ سحر چرته لاړ؟

خدای زده رقيب چا کړو له اشنا خبر

ګوره د راتګ يې خبر چرته لاړ؟

دا خو جوړ حمزه و د مغرب په لور

پنډ د ګناګانو په سر چرته لاړ؟