...

امیر حمزہ شینواری

د ښايست يې د سپين مخ ځنې اثر لاړ 

ګويا ورځ په تېرېدو شوله چې نمر لاړ

زه ګړۍ ساعت له ياره جدا نه يم

خدای زده کله راغی کله نامه بر لاړ

خفه شوي رقيبان سره پخلا شول

د ورتلو مې د يار در ته چې خبر لاړ

څه خندا وه چې غوسه يې ښايښته کړه

ګويا وخندل په شپه باندې سحر لاړ

د ښايست په جال کې ګير دی يار پخپله

کله شي چې د جمن ځنې نښتر لاړ

ښادګۍ د يار مې ګوره راته وايي

په محفل کې دي چې چا و ته نظر لاړ

عشقه تا مې د زړه سترګې کړې روښانه

ستا له سره دې وي ځار که مې بصر لاړ

سرما به مې چې د ژوند ور کړه اشنا ته

رهزنان د اجل نه راځي خطر لاړ

زه به دلته په صحرا کې ګلزار جوړ کړم

که چمن نه په الوت کې مې وزر ولاړ

حمزه هله سر په سپر د عاشقۍ شوې

چې په دې لار کې دې ډک له عقله سر لاړ